ټولنه او ژورنالیزم

Posted on at


 


په تیرو دریولسیزوکې دا ثابته شوه چی په افغانستان کی اودی ته ورته هیوادوکې به واکمنو مشرانو دخلکو او دملت په وړاندې غوږ نه نیوه. اوهرڅه یې په خپله خوښه ترسره کول چې څه به یې زړه وغوښتل په ملت به یې حکومت کاوه .


په دغسې ټولنو کې زیات وخت دیکتاتوري حاکمه وي اوددوي کړه وړه دخلکو دبدمرغي سبب ګرځي خلک په خپله خوښه ژوند نشي کولی دحق غوښتنه اوددوی نیمګړتیاوی نشي ورپه ګوته کولي.


 اوددولتي رسنیونه دتبلیغ په توګه کار اخیستل کېږي. ازادمطبوعاتو ته د دې اجازه نه ورکول کېږی چې له واک څښتانانو پوښتني وکړي  او نه هم شتون ولري.


په دغسې ټولنوکې رسنی ددی جوګه نه وي چې ددولت کړه وړه او دهغوی پلانونو په اړه پلټنې او یاڅېړنې وکړي. چې ترڅوخلکوته حقیقت په ډاګه شي.


خو دافغانستان خلکودا ډول ستونزي تردریولسیزې پوري وګالالي اوددولت په وړاندي چوپه خوله پاتې وه.اودښاغلي کرزي ترحکومت پورې موږازاد مطبوعات نلرل ، اوددولتی رسنیوڅخه یوازی دولت په ګټه کار اخیستل کیده.


دطالبانوله سقوط وروسته لومړی ځل لپاره ګن شمیر مطبوعات منځته راغلل چې د رسنیوشمیر تردی مهاله له سلګونو اووښتي دي .ګڼ شمیر اخبارونه ،مجلې،جریدي،اونیزې،پنځلس ورځنې، میاشتنې،او کالنې چاپیږي. اوترڅنګ ددی سلګونو غږیزی او انځوریزی رسنیو په نشراتو پیل کړی دی


  


نودا علت وه چې دلومړي ځل لپاره ګڼ شمیر خلکودژورنالیزم ډګرته مخه کړه ،دژورنالیزم ارزښت خورازیات شو، دژورنالیستانو ټولنی جوړي شوي، دژورنالیستانو دروزلولپاره لنډ مهاله روزنیز ورکشاپونه په لاره واچول شول، او دا خلکو ته په ډاګه شوه چې په ولسواکی کې ژورنالیزم څومره ارزښت لري،دلومړي ځل لپاره ژورنالیستان وتوانیدل چې په ازاده توګه دزورواکی دظلم او زیاتي په وړاندي غږ پورته کړي.ددولت دکړو وړو او د دوي د کار څخه لهنیږدي څا رنه وکړي چې ترڅووکولاي شي خلکوته سم اوکره مالومات پروخت وړاندي کړي.



داچې ژورنالیستانو خپلواکی ترلاسه کړه نودوی هم چوپه خوله پاتې نشول راپاڅېدل او دټوپک سالارانو، ظالمانو پرخلاف لیکنی وکړی . دحکومت کړه وړه یی ترسوال لاندې راوستل ،دبشر حقوقو ،دښځو حقوقو نه مراعت کولوپرخلاف یی چاپی، غږیز ،اوانځوریز پروګرامونه په لاره وچول. دمخدره موادوپرکرکلې ،اوقاچاق نیوکې وکړې ،او په دی اړه یی خلکو ته یی ددولت ناتوانی په ډاګه کړه ،اوددولت ته یې دبیارغاونې پروسې نیمګړتیاوې ورپه ګوته کړې او په اړه یی دخلکو نظریات په ډیره بی طرفی خپاره ګړه.نو داچې دبی طرفی خبره منځته راغله نو عواړم چې په دی اړه هم یوڅه ووایم هغه داچې ژورنالیست باید تل دژورنالیزم پر اخلاقو برابر وی . دراپور ورکولو پروخت ،دخبر په ترمنځ توازون وساتې په دغه نوې دوره کې دژورنالیستانو مسولیتونه زیات شوې دی دوی باید دقانون پلی کولو ،خلکوته کره مالومات ورکول،اود هغوی غږ تر حکومته رسول دی .ترڅنګ ددی ژورنالیست باید دژورنلیزم اخلاق په نظر کې ونیسی دژرنالیزم اخلاق هغه څه دی چې مسلکی له غیر مسلکې ژورنالیستانو څخه جلا کوي نوژرنالیسان ته لازمه ده چې دټولو ژورنالیستې اصولو په پام کې نیولو سره خلکو ته پروخت بی طرفه او عادلانه راپور،اوخپرونی ، وړاندی کړی .


لیکوال او ژورنالیست


عبدالرحمن منګل


 


 


 



About the author

160