پوهه هغه وېبه ده چی د هغو نه نړی پیدا شوی ده او ټول هغه شیان چی په نړی کی دی د پوهه نه پیدا شوی دی٬ ټکنالوجی هم یوه برخه د پوهی نه ده چی دواړه د یو بل سره په مستقیمه توکه باندی اړیکه لری او ټکنالوجی د پوهی نه پیدا شوی ده٬ چی ټکنالوجی پرته د پوهی نه یوه بی مانا خبره او نامکمله شی دی او نن ورځ پوهه ده چی د ټکنالوجی پرمختک سبب په نړی کی ګرځیدلی دی.
نن پوهانو د پوهی له لاری ډیر شیان یی جوړ کړی دی چی د نړی ټول خلکو په لاسرسنی که دی او د نړی خلکو لپاره یی ډیری آسانتیاوی او آرامښت رامینځ ته کړی دی او د انسانانو ستونزی یی حل کړی دی. او هم د هغو لویو آسانتیاوو نه یو هم د مصنوعی زړه جوړول د انسان لپاره دی چی کولی شی هغه انسانان چی د زړه ستونزی او مریضی باندی اخته دی وژغوری٬ دغه دستګاه د لویو شیانو نه دی چی په نړی کی ډیر اهمیت لری. او همداغه ډول غوندی سلګونه نور شیان هم لکه روباتونه غوندی چی خدمتکاره دی او تقریبا لکه انسان غوندی فعالیت کوی جوړ شوی دی. په دغه صورت کی د دغه نه ښکاره کیږی چی پوه په ژوند کی ډیر لوی ارزښت لری.
آیا تر اوسه مو فکر کړی دی که پوهه نه وی څه کیدل؟ او خلکو څرنکه ژوند کولو؟ که پوه نه وی هیڅ یو د دغه آسانتیاوو نه چی اوس مهال شته دی نه به وو او هیڅ یو د دغه آسانتیاوو او آرامښت نه چی اوس شته دی نه به وو او د نړی ټول خلکو به په نادانی او جهل کی ژوند کولو. همدغه پوهه ده چی نړی ته یی ښکلا او تازه توب ورکړی دی.
ژوند په همدغه باندی جوړ شوی دی پوهه٬ یعنی د هغه لاره رسیدل ته چی هغو ته هیله لری ورسیږی او د هغو په کوښښ کی یاست.
په همدغه دلیل باندی دی چی وایی چی زده یی کړی او د زده کړی او پوهی کچه مو پورته کړی ترڅو چی یو موفقه او نیکمرغه انسان اوسی او هم د هغه هیواد او ټولنه ته چی په هغو کی ژوند کوی خدمت وکړی. ځکه چی پرته د پوهی نه نشی کولی یو آرامه او د آسانتیاوو نه ډک ژوند ولری.
د هرات انکس فلم نورو لیکو لوستلو لپاره کولی شی لاندی لینک وګوری:
http://www.bitlanders.com/herat-womensannex/blog_post