دښځی مقام د اسلام له نظره

Posted on at


دښځی مقام د اسلام له نظره


دهر څه نه مخکی دهغه الله په نامه چی د دواړو جهانونو او د بشریت د عالم پیداکوونکی دی چی جهان یی پیدا کړ اوکاینات یی منځ ته راوړل او آدم ته یی منځته راوړل او آدم ته یی ژوند ورکړو لمر،سپوږمی او ځمکی ته یی د حرکت امر وکړو چی د هغو په اثر شپه او ورځ منځته راغله او طبیعت ښکلاوی یی انسان ته ور وښودلی او د انسان د تکمیلیدو او پاتی کیدو لپاره لپاره ښځه پیدا کړه چی طبیعت یی پری تکمیل کړو


.


ښځه د جامعی نیمه برخه جوړوی چی په ټولو اجتماعی امورو دکورنی په چارو په اخلاقی چارو حقوقی چارو او بالاخره د ژوند په ټولو چارو کی ډیر مهمه برخه لری ښځه دژوند په ټولو مرحلو که هغه دمیرمن خور یا مور په څیره کی وی د امید سرچینه ګڼل ګیږی البته پدی برخه کی کله چی دجهالت دوره وه نونجونی یی ژوندی دخاورو لاندی کولی اما کله چی د اسلام مبارک دین منځ ته راغی نو په قرآنکریم کی ډیر آیتونه دښځی لپاره ذکر شوی دی چی دهغی له جملی څخه په یو آیت کی راغلی دی ((الله ج د تاسو د خپل جنس څخه تاسو ته میرمن پیداکړه ))او همدارنګه په یو بل آیت کی راغلی دی چی ((تاسو ټول می له یوه جنس څخه پیداکړل اود هغو جوړه یی د تاسو له خپل جنس څخه کړل ))او همدارنګه په یوه اجتماعی ټولنه او اسلامی ټولنه کی دښځی او نارینه حق مساوی دی او باید دیو بل احترام وکړی او د دوستی اومینی ژوند ولری په یو آیت کی الله (ج)فرمایلی دی ((مومن نارینه او مومنه ښځینه د یو بل ملګری او دوست دی)) ښځه د ژوند په ټولو مرحلو کی په خاصه توګه کله چی مور وی ځکه چی الله (ج)فرمایلی دی ((جنت دمور د پښو لاندی دی )) نو باید ښځی ته په دیره درنه سترګه وکتل شی اود هغی احترام وشی ددی تر څنګ په یوه کورنی کی دکورنی اساس ګڼل کیږی چی دکور ټول کارونه لکه :جارو ،آشپزی ،دکورپه نظم سرته رسوی نو له دی څخه ویلی شو چی ښځه دژوند په ټولو امورو کی د کورنی ،جامعی ،دولت په برخه کی له نارینوو سره مساوی ویډه اخیستلی ده



همدارنګه د اسلام په برخه کی تر ټولو لومړنی ښځه (سمیه)وه همدارنګه د ټولو ښځینه مومنانو ته لازمه ده چی د (سمیه)غوندی داسلام لپاره قربانی ورکړی او د اسلام د بیبیانو له ډلی څخه وشمیرل شی .



About the author

160