ټایمز: ابوبکر بغدادي، ملامحمدعمر یونادان جنګسالار ګڼلی

Posted on at


ټایمزورځپاڼه لیکي اسلامي دولت ډلې د نړېوالو تبلیغاتوله لارې هغه څه چې په افغانستان کې په لسوکلونوکې شوي وو په دووکلونو کې ترلاسه کړل.


ورځپاڼه لیکي هغوجنګیالو چې په نولسوه اتیا کلونو کې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو په وړاندې جنګیدل، د القاعده شبکې مرکزي حلقه یي جوړه کړه چې په نولسوه نوي او دوه زره کلونوکې په بوسنیا، الجزایر، سومالیا او عراق کې وجنګیدل تر دې چې په امریکا د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو پلانیې هم جوړکړ.



ورځپاڼه زیاتوي:


د القاعده شبکې سپین ږیري مشران اوس له دې خطرسره مخامخ دي چې کیدای د داعش یا اسلامي دولت ځوان قیادت چې نسبت القاعده شبکې ته ډیر افراطي دي د دوی ځای ونیسي.


ټایمزلیکي، داعش یا اسلامي دولت ډلې د تیر کال په پیل کې القاعده شبکې سره خپل روابط پرې کړل او خلافت یې اعلان کړ.


ارقام ښیي چې د ۲۰۱۳ کال دیسمبر میاشتې راهیسې په عراق او سوریه کې د بهرنیو جنګیالو شمېردوه برابره شوی او د تروریزم ضد هلوځلو سره سره بیا هم د زیاتیدوپه حال کې دي.


ټایمززیاتوي دا چې داعش یا اسلامي دولت ډلې په دې وروستیوکې په افغانستان او پاکستان سیمه کې خپل یو ولایت اعلان کړ له طالبانو او نورو جهادي ډلو سره یې د ټکر امکان رامنځ ته شو.


ورځپاڼه لیکي چې د اسلامي دولت ډلې مشرابوبکر بغدادي د طالبانو مشرملامحمدعمر یو نادان او بې سواده جنګسالار ګڼلی چې د هغه په وینا د کوم ډول روحي او سیاسي مشرتابه وړنه دی.


خو د القاعده شبکې مشرایمن الظواهري درې میاشتې مخکې له ملا عمرسره خپل بیعت تجدید کړ.


ورځپاڼه لیکي چې طالبانو د داعش د وروستي اعلان په وړاندې کوم غبرګون نه دی ښودلی.


په داسې حال کې چې ټایمز ورځپاڼې د هغوهلوځلوپه هکله چې داعش یي په افغانستان کې د نفوذ لپاره ترسره کوي یومطلب خپورکړی ډیپلوماټ خپرونې د افغانستان د عدلي او قضایي سیستم په هکله یوه لیکنه خپره کړې.


ډیپلوماټ لیکي چې نړېواله ټولنه په افغانستان کې د قانون د حاکمیت په هکله باید د دغه هېواد عرف او رواج له پامه ونه غورځوي.


خپرونه لیکي چې د افغانستان اکثرخلک په خپلو عرفي قوانینو او دودونوچې قبایلي ریښي لري ډیره اتکا کوي او دولتي قواین دوهم مقام لري.


خپرونه زیاتوي چې د افغانستان د عرف او رواج له مخې مجرم ته په سزا ورکولو نه بلکه د مدعي او مدعي علیه په روغې جوړې ډیر ټینګارکیږي.


آزادی رادیو،


خو نړېوالې ټولنې په افغانستان کې د روغې جوړې په ځای د قانون په هوبه هو تطبیق ټینګارکړی او دا کړن لاره د لیکونکي په نظرپه افغانستان کې د قانون د حاکمیت په ګټه نه ده او نه به وي.


ډیپلوماټ خپرونه لیکي چې یو لیکل شوی قانوني نظام په ټولنه کې نظم او ثبات پیاوړی کوي چې په نتیجه کې یې اوږد مهاله سوله او ارامی رامنځ ته کیږي خو دغسې یونظام د ځینو ټاکلو معیارونولکه د حکومتدارۍ د موثریت او د قانوني نورمونو په صورت کې بریالي وي چې په افغانستان کې نشته.




About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160