د افغانستان د غنمو حل لپار د رېس جمهوری غنی وینا

Posted on at


مهور رئیس غني: د غنمو د ستونزې په حل کېدو سره به په اقتصادي ډګر کې د افغانانو ډیرې نورې ستونزې هم حل شي


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د کرنې او مالدارۍ، د کليو د پراختیا د وزارتونو او د ځمکې د اراضۍ د ادارې له متخصصینوسره وکتل.


په دغه کتنه کې چې پرون په ارګ کې ترسره شوه، په هېواد کې د کرنې، په ځانګړي ډول د غنمو د تولید د پراختیا پر لارو چارو بحث وشو او د کرنې په بېلابېلو برخوکې ستونزې تشخیص او حل لارې یې په ګوته شوې.



جمهور رئیس غني وویل: په هېواد کې د کرنې او په ځانګړي ډول د غنمو د تولید د پراختیا لپاره تر اوسه پورې کومه هر اړخیزه پالیسي موجوده نه ده، د دې لپاره چې د غنمو د تولید له اړخه افغانستان په خپل ځان باندې متکي شي، اړینه ده چې افغانستان د دغه مهم اقتصادي کار د ترسره کولو لپاره یوه هر اړخیزه او منظمه پالیسي ولري.


جمهور رئیس محمد اشرف غني دغو متخصصینو ته لارښوونه وکړه چې د دوه اوونیو په دننه کې پر یوې داسې هر اړخیزې پالیسۍ کار وکړي چې له مخې یې په را روان پسرلي کې داسې اقدامات ترسره شي چې افغانستان د غنمو د تولید له اړخه په خپلو پښو ودریږي.


د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه چې د غنمو د ستونزې په حل کېدو سره به په اقتصادي ډګر کې د افغانانو نورې ډیرې ستونزې هم حل شي او د دغې ستونزې له حل وروسته به د ده ټول تمرکز پر نورو زراعتي تولیداتو وي او د کرنې د سکټور د پراختیا لپاره به په لازمو اقداماتو لاس پورې کړي.




About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160