جمهور رئیس غني په لغمان کې د وروستۍ تروریستي پیښې د شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو او د امنیتي حالت د ارزولو په موخه

Posted on at


جمهور رئیس غني په لغمان کې د وروستۍ تروریستي پیښې د شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو او د امنیتي حالت د ارزولو په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په لغمان کې د وروستۍ تروریستي پیښې د شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو او د امنیتي حالت د ارزولو په موخه نن دغه ولایت ته سفر وکړ.


جمهور رئیس غني لومړی د شهیدانو له کورنیو سره ولیدل او هغوی ته یې د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب څرګند کړل، د لوی خدای له دربار څخه یې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هیله وکړه.


جمهور رئیس محمد اشرف غني په هېواد کې د امنیت پر ټینګښت باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د امنیتي قواوو پر منسجم کېدو باندې په جدي ډول کار روان دی ترڅو په هېواد کې سراسري امنیت ټینګ او ولس هوسا ژوند ولري.


د افغانستان جمهور رئیس له امنیتي ځواکونو سره د ولس پر همکارۍ ټینګار وکړ، وې ویل: د خلکو له همکارۍ پرته سراسري او ډاډمن امنیت نه شي راتللی، له دې امله هر افغان باید د سولې او امن د ټینګښت لپاره له خپلو امنیتي ځواکونو سره مرسته او همکاري وکړي.


له دې کتنې وروسته جمهور رئیس غني ۲۰۱ قول اردو ته لاړ او د دغې قول اردو د شهیدو منسوبینو روح ته یې دعا وکړه.


جمهور رئیس محمد اشرف غني له هېواد څخه د دفاع په لاره کې د دغې قول اردو د منسوبانو سرښندنې او قربانۍ وستایلې او دغه قربانۍ یې هر افغان ته ستر ویاړونه وبلل.


د افغانستان جمهور رئیس څرګنده کړه چې د ملي دفاع وزارت ته یې لارښوونه کړې ده چې پرخپل وخت د شهیدانو د حقوقو ورکولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د هیڅ شهید کورنۍ باید د دولت له پاملرنې څخه لرې پاتې نه شي.


جمهور رئیس همدا راز وویل چې د امنیتي ځواکونو ټپیانو ته پاملرنه یې په لومړیتوب کې شامله ده او وخت پر وخت د ټپیانو د درملنې له څرنګوالي څخه پوښتنه کوي او په روغتونونوکې هغوی له نیږدې څخه ګوري.


جمهور رئیس غني په امنیتي ځواکونو کې د مکافاتو او مجازاتو د اصل پلي کېدو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: د افغانستان په اردوکې به د مکافاتو فرهنګ عام شي، ستاسو هریو چې د افغانستان لپاره سرښندنه وکړئ او خپلې اړوندې چارې د خدای، هېواد او دندې د سپیڅلي شعار له مخې ترسره کړئ و به ستایل شئ.


جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي دفاع په وزارت کې د مجازاتو د فرهنګ عام کېدل د اصلاحاتو یوه بله برخه وبلله، وې ویل: هر سرتیری باید په دې پوه شي چې وزارت د دې وسیله ده چې دی له دې لارې له هېواد څخه ساتنه وکړي او هر سرتیری باید دا یقین ولري چې ستونزې به یې حل شي.


د افغانستان جمهور رئیس څرګنده کړه چې د اړتیا پر مهال جزوتامونو ته د تیلو، وسلې او خوراکې توکو نه رسېدل ورته د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه د منلو وړ نه دي او په منظم او هفته وار ډول به له هرې قول اردو حساب وغواړي او هر څوک چې د ملي دفاع په وزارت کې پر خپل وخت جزوتامونو ته دغه امکانات برابر نه کړي او د اړتیا وړ لوژستیکي او محاربوي توکي او وسایل ونه رسوي، له دندې به لرې شي.


جمهور غني د ۲۰۱ قول اردو سرتیرو ته په خطاب کې وویل: زه دلته راغلی یم چې ستاسو ستونزې وڅیړم او په بنیادي ډول ورته د حل لارې وسنجوم نو په آزاد ډول خپلې ستونزې را سره شریکې کړئ.


د هېواد جمهور رئیس دغو سرتیرو ته وویل: تاسو د هېواد رښتیني بچیان یاست او په رضاکار ډول د اردو لیکو ته راغلي یاست او دا یونیفورم مو اغوستی او له هېواده دفاع کوئ او دغه یونیفورم ته زه خاص احترام لرم او د دغه یو نیفورم قدر به د ټول افغانستان خلک کوي.


همدا راز جمهور رئیس محمد اشرف غني د یوې امنیتي غونډې په ترڅ کې د لغمان امنیتي حالت وڅیړلو او د چارو د لاښه والي لپاره یې اړوندو چارواکو ته لازمې 



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160