جهاد د اسلام يوه محكم او قطعي فريضه

Posted on at


جهاد د اسلام يوه محكم او قطعي فريضه
بسم الله الرحمن الرحيم د يوه قول لمخي په قرآن كي د جهاد اړوند ۴۸۴ ايتونه دي. هغه سورتونه چي د جهاد اړوند ايتونه پكښې دي په لاندي ډول دي. البقره..آل عمران..النساء..المائده..الانفال..التوبه..الحج..النور..محمد (القتال)..الفتح..الحجرات..الحديد..المجادلة..الحشر..الممتحنه..الصف..التحريم..العاديات..النصر. (يعني د قران په شلو سورتونو كي د دي سترې فريضې په اړه مفصل بيان موجود دي). هغه سورتونه چي د جهاد په طرف اشارات پكښې سته. البقره..آل عمران..المائده.



جهاد د اسلام يوه محكم او قطعي فريضه 
په قرآن عظيم الشان كي د جهاد موضوع په عمومي طور د لاندي لسو عنوانونو له لاندي راځي.


(۱) د جهاد اجازت او فرضيت (۲) د جهاد احكام (۳) د جهاد قصې (۴) د جهاد او مجاهدينو فضايل او همدارنګه د شهيدانو فضايل (۵) د جنګ اصول او قواعد (۶) په ځان او مال د جهاد ترغيب (۷) د جهاد پر پريښودلو وعيدونه (۸) د منافقينو له جهاد څخه تيښته (۹) د جهاد لپاره تياري (۱۰) په جهاد كي د مال خرڅولو ځانته فضايل.د هغو غزواتو او سراياوو تذكره چي په قرآن كي يې ذكر راغلي دي.
(۱) سريه ابن جحش رضي الله عنه (۲) غزوه بدر (۳) غزوه بني قينقاع (۴) غزوه احد (۵) غزوه حمراء الاسد (۶) غزوه بدر (صغري) (۷) غزوه خندق (احزاب) (۸) غزوه بني قريظه (۹) غزوه حديبيه (۱۰) فتح مكه (۱۱) غزوه خيبر (۱۲) غزوه تبوك (۱۳) غزوه حنين (غزوه طايف (۱۵) غزوه بني نضير.
دا پنځلس معركې پر دي خبرې بيخي روښانه دليل او ثبوت دي چي قتال اسلامي فريضه او عبادت دي، او د الله جل جلاله په لاره كي جنګ او جګړه كول د انبياء عليهم السلام كار دي....همدارنګه دا غزوات د جهاد شرعي معني هم متعينه كوي.


د جهاد شرائط.


۱) مسلمان به وي (۲) نارينه به وي (۳) ازاد به وي (۴) عاقل به وي (۵) بالغ به وي (۶) استطاعت به لري (پر معذور نه دي فرض).


دجهاد اهداف.


قران عظيم الشان د جهاد درې اهداف بيان كړي دي.


(۱) چي د اسلام دعوت غالب او محفوظ شي.
(۲) د مستضعفينو نصرت، يعني د مغلوبو او كمزوريو مسلمانانو سره كومك او مرسته وشي.
(۳) ردالعدوان ـــ يعني د هغه طاقت ماتول چي د مسلمانانو خلاف سركښي كولاي شي.
جهاد اصلا د روژي په څير ذاتي ښكلا نه لري تر څو په هر وخت كښي په مؤمنانو باندي ( د اعذارو څخه په غير) عيني فرض وګرځي، بلكي په جهاد كښي هغه وخت حسن پيداكيږي چي د اسلام د دعوت په وړاندي څه خنډ او مانع پيښ شي او يا په اسلامي سيمه باندي كافر تيري وكړي.
نو په اول صورت كښي جهاد فرض كفايې دي، يعني كه يوه ډله مجاهدين په جهاد باندي بوخت وي، او د دعوت خنډونه د مخي لري كوي د نورو مؤمنانو غاړي خلاصيږي.
او په دوهم صورت كښي جهاد كول په ټولو مسلمانانو باندي فرض عين دي، حتي په ښځو باندي هم فرض دي چي د ميړه د اجازي څخه پرته هم بايد په جهاد كښي ونډه واخلي. عزيز التفاسير پښتو ج ۱ ص ۵۱۷.


د جهاد د فرضيت دلايل.


توضيحات:
د جهاد اړوند دري ډوله ايتونه نازل شوي دي.


الف: چي عيني فرضيت ورڅخه معلوميږي لكه: ( كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ....الخ البقره ۲۱۶).


ب: هغه ايتونه كوم چي په مكه معظمه كښي د جهاد په هكله نازل شوي دي چي د جهاد په نه فرضيت باندي بلكي د مسلح جهاد څخه په منعه كولو باندي دلالت كوي لكه چي فرمايې: (أَلَمْ تَرَ إِلَي الَّذِينَ قِيلَ لَهُمْ كُفُّواْ أَيْدِيَكُمْ وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ) (النساء: ۷۷) يعني: هغو كسانو ته نه ګوري چي دوي ته ويل شوي وه چي د مسلح جهاد څخه لاسونه ونيسي او لمونځونه ودروي او زكاتونه وركوي.


ج: هغه ايتونه چي كفايې فرضيت يې ورڅخه څرګنديږي لكه چي فرمايې (وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنفِرُواْ كَآفَّةً) (التوبة: ۱۲۲) يعني: او مؤمنان داسې نه دي چې ټول جهاد ته و لاړشي.
عزيز التفاسير ج ۱ ص ۵۱ -


سورة البقره.


۱ــ سورة البقره مدني سورة دي، په دي سورة كي ټول دوسوه شپږ اتيا ايتونه دي، (۳۳) ايتونه يې د جهاد اړوند دي....او څلور اهم مباحث لري.


(۱) د جهاد د فرضيت بحث (۲) د جهاد د حكمت بحث (۳) د امير د اطاعت د اهميت بحث (۴) د فدايي حملو بحث.


په دي مبارك سورة كي د سريه ابن جحش رض، د حديبې د صلحې، او د بدر د شهيدانو يادونه شويده.


هغه( ۳۳) دري ديرش ايتونه چي د قتال بيان پكښي شويدي په لاندي ډول دي.
۱۰۹، ۱۱۴، ۱۵۳، ۱۵۴، ۱۵۷، ۱۷۷، ۱۹۰، ۱۹۱، ۱۹۱، ۱۹۲، ۱۹۳، ۱۹۴، ۱۹۵، ۲۰۷، ۲۱۶، ۲۱۷، ۲۱۸، ۲۳۹، ۲۴۳، ۲۴۴، ۲۴۵، ۲۴۶، ۲۴۷، ۲۴۸، ۲۴۹، ۲۵۰، ۲۱۵، ۲۵۲، ۲۶۱، ۲۶۲، ۲۷۳، ۲۸۶.


په سورة البقره كي په ګوته شويو پنځو ايتونو كي د جهاد په طرف اشارات موجود دي.
۳۶، ۵۸، ۵۹، ۸۹، ۲۱۴.


سورة ال عمران.


۲ــ ال عمران مدني سورة دي، ټول دوسوه ايتونه لري د جهاد اړوند ايتونو شمير يې ۵۷ رسيږي، او د جهاد اړوند مباحث ډير لري خو مونږ يې يو څو په ګوته كوو.
(۱) د كافرانو سره د تعلقاتو د څرنګوالي بحث (۲)د شكست خوړلو او بيا سمباليدو طريقه (۳) رباط.
د احد، او د حمراء الاسد د غزوو يادونه هم پكښي سويده، او د احد د غزا په ضمن كي د بدر د غزا تذكره هم پكښي سويده.
په دي (ال عمران) سورة د ۵۷ جهادي ايتونو فهرست په لاندي ډول دي. 
۱۲، ۱۳، ۲۸، ۱۱۰ تر ۱۱۲، ۱۱۸، تر ۱۲۹، ۱۳۹ تر ۱۷۵، ۱۹۵ تر ۲۰۰.
دارنګه په دي مبارك سورة (ال عمران) كي د جهاد په طرف اشاره كونكي ايتونه په لاندي ډول دي.
۱۹، ۵۲، ۵۷، ۸۱، ۱۰۰، ۱۰۱، ۱۰۲، ۱۰۴، ۱۳۰، ۱۳۱، ۱۳۲، ۱۳۴.


النساء.


۳ــ النساء مدني سورة دي ټول يو سل او شپږ اويا ايتونه لري، په دي مبارك سورة كي (۴۱) د جهاد ايتونه دي، دا جهادي ايتونه پر لاندي موضوعاتو رڼا اچوي.
(۱) د مظلومانو لپاره قتال (۲) د مجاهدينو پر قاعدينو (پركور ناستو) بهتر والي (۳) بي بسي(؟) مجبوري ښودونكيو او له جهاد څخه د منع كونكيو انجام (۴) نفاق او ترك جهاد اهم د عزت شوق (۵)او د كافرانو د جنګ او يرغل دمخه نيولو الهي طريقه
په دي سورة كي د غزوة حمراء الاسد يا بدري صغري يادونه هم شته.
د سورة النساء د جهاد اړوند ايتونه په لاندي ډول دي.
۲۹، تر ۸۴، ۸۸، تر ۹۱، ۹۴، تر ۱۰۴، ۱۳۸، تر ۱۴۶، ۱۴۷.


المائدة.


المائده سورة مدني دي، ټول يو سلو شل ايتونه لري، او د جهاد اړوند يې ۲۰ ايتونه دي.
په دي ايتونو كي خصوصا دوه اهم بحثونه دي. (۱) حزب الله څوك دي؟ (۲) د دوښمنانو درجي 
او په دي سورة كي د مكه د فتح يادونه هم شويده.
د سورة المائدة ۲۰ ايتونه په لاندي ډول دي.
۲، ۳، ۱۱ تر ۲۶، ۳۵، ۵۱ تر ۵۶، ۸۶.
او همدارنګه د المائدة سورة په لاندينيو ايتونو كي د جهاد په طرف اشارات موجود دي.
۵۷، ۵۸، ۵۹، ۶۰،۶۱، ۲۶، ۲۳، ۲۷.


الانفال.


الانفال مدني سورة دي، ۷۵ ايتونه لري، ۷۵ ايتونه يې د جهاد په باره كي دي، په دي ايتونو كي دوه اهم مسايل بيان سويدي.
(۱) اقدامي جهاد (۲) د غنمت حلت.
په دي بابركت سورة كي د غزوه بدر مفصل بيان سته.
د دي سورة دويم نوم سورة البدر هم دي په دي سورة كي د جهاد شل فوايد، د مجاهدينو ۲۵ اوصاف او ۵ د جنګ قوانين بيان شويدي.


(۱)د جهاد شل (۲۰) فايدي.


(۱) انسان ته د حق لار عطا كيږي. ايت لمبر (۵). (۲) اسلام ته داسي غلبه عطا كيږي چي كافر يې هم مني. ايت لمبر (۸). (۳) د انسانانو له فرشتو سره ملاقات كيږي. ايت لمبر ۱۰۹ــ(۴) الله تعالي د خرق عادت شيانو په توسط نصرت نازلوي. ايت لمبر ۱۱ (۵) د الله محبت او قرب ور نصيب كيږي. ايت لمبر ۱۷ (۶) انسان ته ژوند نصيب شي. ايت لمبر ۲۴. (۷) د جهاد له بركته الله تعالي پاك ررق او ځاي ځايګي وركوي. ايت لمبر ۲۶، او ۷۴. (۸) الله تعالي ګناه در معافوي. ايت لمبر ۲۹. (۹) الله تعالي مجاهد ته د فيصلي قوت او عقل وركوي. ايت لمبر ۲۹. (۱۰) د كافرانو شديد مالي نقصان كيږي (ډيوالي كيږي). ايت لمبر ۳۶. (۱۱) حق او باطل له يوه بل بيل شي. ايت لمبر ۳۷ (۱۲) د كافرانو طاقت مات شي. ايت لمبر ۳۹. (۱۳) د جهاد له وجهي د غنمت حلال مال پيداكيږي. ايت لمبر ۳۷. (۱۴) پر كافرانو حجت تام شي. ايت لمبر ۴۲. (۱۵) مسلمانانو ته د الله جل جلاله له طرفه خاص خاص بشارتونه وركول كيږي. (۱۶) ترقي او كاميابي يې نصيب كيږي. ايت لمبر ۴۵. (۱۷) پر كافرانو د مسلمانانو رعب اچول كيږي. ايت لمبر ۶۰. (۱۸) د مسلمانانو تر منيځ اتحاد او يووالي راځي. ايت لمبر ۶۳. (۱۹) الله تعالي قوت وركوي. ايت لمبر ۶۵. (۲۰) ايمان كامل كيږي. ايت لمبر ۷۴.


(۲) د مجاهدينو پنځويشت صفات.


(۱) تقوا. ايت لمبر ۱. (۲) اصلاح ذات البين. ايت لمبر ۱. (۳) د الله او رسول اطاعت. ايت لمبر ۱. (۴) د الله جل جلاله نه ويره او ډار. ايت لمبر ۲. (۵) د قران مجيد سره تعلق. ايت لمبر ۲. (۶) توكل. ايت لمبر ۲.(۷) لمونځونه قايم كړي. ايت لمبر ۳. (۸) انفاق في سبيل الله. ايت لمبر ۳. (۹) استغاثه من الله. ايت لمبر ۹. (۱۰) ثابت قدمي. ايت لمبر ۱۱. (۱۱) د جهاد دعوت ته فورا لبيك ويل. ايت لمبر ۱۵. (۱۲) د امير اطاعت.(چي خلاف شريعت نه وي) ايت لمبر ۲۰. (۱۳) شكر ګذاري. ايت لمبر ۲۶. (۱۴) له منكراتونه منع كول. ايت لمبر ۲۷. (۱۵) د مال او اولاد قربانول. ايت لمبر ۲۸. (۱۶)د كافرانو د طاقت د ماتولو جنون او تاند كوښښونه. ايت لمبر۳۹. (۱۷) د اجتماعي اموالو شرعي تقسيم. ايت لمبر ۴۱. (۱۸) له نزاع څخه ځان ژغورل. ايت لمبر ۴۶. (۱۹) صبر كول. ايت لمبر ۴۶. (۲۰) له تكبر او ريا څخه ځان ژغورل. ايت لمبر ۴۷. (۲۱) مسلسل د خپل قوت او قدرت پراخول. ايت لمبر ۲۰. (۲۲) پر حالاتو ژور نظر ساتل. ايت لمبر ۲۱ــ۲۶. (۲۳) د جهاد دعوت. ايت لمبر ۶۵. (۲۴) د دنيا له حب څخه ځان ساتل. ايت لمبر ۶۷. (۲۵) قوميت، وطنيت، او لسانيت شاته پريښودل او د اسلامي اخوت رشته په پام كي نيول. ايت لمبر ۷۲.


(۳) د جنګ قوانين


(۱) مخامخ وجنګيږي، د شا له طرفه جنګ مه كوي. ايت لمبر ۵۱. (۲) د جنګ په جريان كي د الله او رسول مكمل اطاعت. ايت لمبر ۲۰. (۳) د امير اطاعت. ايت لمبر ۲۴. (۴) چي كله دي جنګي تدبير په ذهن كي راشي فورا عمل ورباندي وكړه. ايت لمبر ۲۴. (۵) په اموالو كي خيانت مه كوي ځكه دا موجب جبن دي. ايت لمبر ۲۷. (۶) تنافس وكړي. (۷) مسلسل او په كثرت سره ذكر وكړي (په الفاظو كي مو اثر وي) ايت لمبر ۴۵. (۸) لښكر بايد متحد وي. ايت لمبر ۴۶. كافران مخامخ ووژني، مه شاته كيږي. ايت ۵۷. (۱۰) مسلسل دوښمن په ډار ساته. ايت لمبر ۶۵. (۱۱) يو چمتو جماعت هر وخت د جهاد لپاره تيار جوړ كړي. ايت لمبر ۶۵. (۱۲) چي كله دوشمن په لاس درشي نو اول يې ښه وينه وڅڅوي او بيا يې قيد كړي. ايت لمبر ۶۷. (۱۴) چي كله كوم مظلوم د كومك او مدد غوښتنه وكړي نو وخت مه اخلي (دا د الله د نصرت وخت دي). ايت لمبر ۷۲. (۱۵) چي كله د كفارو پخپلو كې اتحاد وي نو تاسو هم د هغوي خلاف جوړ او اتحاد پيدا كړي. ايت لمبر ۷۳.


التوبه


التوبه مدني سورة دي، ۱۹۲ ايتونه دي، او ۲۹ د جهاد ايتونه لري او لاندي اهم مباحث څيړي.
(۱) د قتال ۷ فوايد او حكمتونه. (۲) د جهاد افضليت. (۳) د اهل كتابو سره جهاد او دهغه وجه. (۴) د منافقينو له جهاد څخه شاته كيدل او د هغوي بهاني. 
په دي سورة كي د مكي دفتحي، د حنين د غزوي، او غزوه تبوك يادونه شويده.
د سورة توبه د جهادي ۹۲ ايتونو فهرست په لاندي ډول دي.
۱، تر ۲۰، ۷۳، ۷۴، ۸۱، تر ۹۶، ۱۰۶، تر ۱۱۲، ۱۱۷، تر ۱۲۳.


الحج


الحج مدني سورة دي، ټول ۱۷۸ ايتونه لري، او د جهاد ايتونه يې ۱۷ دي، دوه اهم مباحث لري.
(۱) د جهاد حكمت. (۲) د مظلومانو لپاره د جهاد اجازت.
د يوه تفسير قول مطابق په دي (الحج) سورة كي د بدر د غزوي يادونه هم شويده.
د الحج سورة ۱۷ د جهاد اړوند ايتونه لاندي دي.
۱۹، تر ۲۴، ۳۸، تر ۴۱، ۵۵، ۵۸ تر ۲۶، ۷۸.


النور


النور مدني سورة دي دلته واړه څلور شپيته ايتونه دي، او د جهاد اړوند ۴ ايتونه دي، او دوه اهم موضوعات څيړي.
(۱) خلافت. (۲) د امير اطاعت. د دغو څلورو ايتونو لمبرونه په دي ډول دي.
۵۳، ۵۴، ۵۵، ۲۶.


الاحزاب.


الاحزاب مدني سورة دي، ۷۳ ايتونه لري او د جهاد ايتونه يې ۲۲ ته رسيږي، او پر لاندي اهم موضوعاتو يې رڼا اچولي ده.
(۱) د احزاب د غزوي مفصل بيان چيرته چي د جهاد ډير مسايل بيان شويدي. (۲) د قريظه غزوه او الله جل جلاله نصرت (۳) د رسول د ګستاخ سزا.
د سورة احزاب ۲۲ جهادي ايتونه په لاندي ډول دي. 
۹، تر ۲۷، ۲۰، تر ۶۲.


محمد


محمد مدني سورة دي، اته ديرش ايتونه لري، ۳۲ ايتونه يې د جهاد په باره كي دي، او اهم مباحث يې په لاندي ډول دي.
(۱) د قيدي احكام. (۲) د منافقينو له جهاد څخه ليروالي (۳) په جهاد كي د مال خرڅولو ترغيب.
او د ايتونو فهرست يې دادي.
۱، تر ۱۳، ۲۰ تر ۳۸.


الفتح


الفتح مدني سورة دي، دلته ۲۹ ايتونه دي، او د جهاد په باره كي يې ۲۹ ايتونه دي، دلته اهم بحث د (بيعت علي الجهاد دي)، او د حديبيي د صلحي، د خيبر او مكي د فتح يادونه هم پكښي شويده.
۱، تر ۲۹ پوري.


الحجرات.


الحجرات مدني سورة دي، دلته واړه اتلس ايتونه دي، چي ۵ ايتونه يې د جهاد په باره كي دي، او اهم مباحث يې دوه دي.
(۱) د دوښمن په باره كې تحقيق. (۲) د مسلمانو مقاتلينو پخپلو كي صلح.
د ۵ ايتونو فهرست يې لاندي درج دي.
۶، ۹، ۱۰، ۱۴، ۱۵.


الحديد


دا مدني سورة دي، ۲۹ ايتونه لري، ۴ ايتونه يې د جهاد په باره كي دي، په دي سورة كي د مكي د فتحي او يا حديبي يادونه شويده، څلور د جهاد ايتونه يې دادي.
۱۰، ۱۱، ۱۹، ۲۵.


المجادله


الحديد مدني سورة دي، د ايتونو تعداد يې ۲۲ دي، او جهادي ايتونه يې ۳ دي، او په دي مبارك سورة كي د حزب الله تعيين هم شويدي.
دري د جهاد ايتونه يې دادي.
۲۰، ۲۱، ۲۲.


الحشر


الحشر مدني سورة دي، ۲۴ ايتونه لري، د كومو څخه چي ۱۷ ايتونه د جهاد په باره كي دي، دوه اهم مباحث لري.
(۱) كفار څرنګه جنګيږي. (۲) د مال فئي احكامات. په دي مبارك سورة كي د بني نضيرو او غزوه بني قينقاع په طرف اشاره سته.
۱۷ ايتونه فهرست يې په لاندي ډول دي.
۱، تر ۱۷، پوري.


الممتحنه


دا هم مدني سورة دي، ۱۳ ايتونه لري، چي ۱۲ ايتونه يې د جهاد په باره كي دي.
په دي ايت كي په خصوصي طور سره د جاسوسي احكامات موجود دي، او همدارنګه څه نور جنګي قوانين هم پكښي بيان شويدي، د مكي د فتحي تذكره هم پكښي شويده.
ايتونه يې دا دي.
۱، تر ۱۱ او بيا ۱۳.


الصف.


دا هم مدني سورة دي، څوارلس ايتونه لري، او يولس يې د جهاد په باره كي دي، په دي سورة كي د جهاد صف بندي، او د مجاهدينو د اتحاد فضيلت بيان سويدي.
او همدارنګه جهاد يو كامياب تجارت شودل شويدي.
فهرست يې په لاندي ډول دي.
۱، تر ۴، ۸، تر ۱۴.


التحريم.


مدني سورة دي، ۱۲ ايتونه لري، ۱ ايت يې د جهاد اړوند دي. په دي ايت كي د منافقينو او كفارو سره د جهاد حكم دي، او دا حكم په ايت لمبر نهم (۹) كي موجود دي.


العاديات.
العاديات مدني سورة دي، ۱۱ ايتونه لري، چي ايتونه يې د جهاد په باره كي دي، په دي سورة كي د جهادي اسونو بيان دي. فهرست يې په لاندي ډول دي.
۱، تر ۶.


النصر.


النصر مدني سورة دي، دري ايتونه لري، چي واړه يې د جهاد اړوند دي، په دي سورة كي د فتح اداب بيان شويدي، او فهرست يې دادي.
۱، تر ۳.


اوس يو نظر پر مجموعي فهرست باندي واچوي.


د جهادي ايتونه تعداد - د سورة نوم


33 - البقره
57 - آل عمران
41 - النساء
20 - المائده
75 - الانفال
92 - البراة
17 - الحج
4 - النور
22 - الاحزاب
32 - محمد
29 - الفتح
5 - الحجرات
4 - الحديد
3 - المجادله
17 - الحشر
12 - الممتحنه
11 - الصف
1 - التحريم
6 - العاديات
3 - النصر


424 - د جهاد ټول ايتونه




About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160