د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت( د فبروری دیارلسمه)د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د پیغام بشپيړ متن
بسم الله الرحمن رحیم
خوشحاله یم چې د راډیو نړیواله ورځ لمانځل کیږي. زه د دې ورځې مبارکي د راډیو ژورنالیستانو او د دې مهمې رسنۍ ټولو اوریدونکو ته ورکوم. راډیو چې ارزانه او اسانه رسنۍ ده، په ټوله نړۍ، په تېره بیا وروسته پاتې او بېوزلو ټولنو کې د معلوماتو د شریکولو او تفریح یوه ډیره کامیابه ذریعه ګڼل کېږي.
له نېکه مرغه افغانستان اوس تر بل هر وخت زیات راډیو سټېشنونه لري چې د بیان د ازادۍ په فضا کې خپروونې کوي.
زموږ د هیواد راډیو ژورنالیستان کولای شي چې له دې خورا ارزښتناکې رسنۍ څخه د فکرونو او ذوقونو د ودې ،د وګړیو د معلوماتو د زیاتولو او د خلکو د تعلقاتو د نژدې کولو لپاره ښه استفاده وکړي. راډیو چې د افغانستان په کابو هر کور کې اورېدل کېږي، د تکړه او ژمنو ژورنالیستانو په مټ د خلکو د ژوند په بهتري کې لا لویه ونډه لرلای شي.
سږ کال چې د راډیو نړیواله ورځ د ځوانانو او نوښت په شعار سره لمانځل کېږي، امید دی زموږ په رسنیو کې د ځوانانو برخه تر پخوا ډیره شي او نه یوازې د دوی ستونزو ته پام واوړي بلکې د ټولنې د غوټو د پرانیستلو لپاره د ځوانانو په نوښتګر استعداد باندې له دې وروسته لا زیاته تکیه وشي.
زه له دې فرصته په استفادې سره یو ځل بیا د بیان د آزادۍ او د ژورنالیستانو او رسنیو د حمایت په باره کې د دولت په تعهد باندې تاکید کوم او دغه راز د رسنیو له ټولو کارکوونکو مننه کوم چې له ګڼو مشکلاتو سره سره یې په ټولنه کې د یو بل د منلو، زغم او تنوع کلتور پیاوړی کړی دی.
په درنښت
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني