معلومات

Posted on at


د کريکټ ددنړیوال جام په اړه ځینی مهم معلومات 
جعفر هاند


د دغه جام د ګټلو لپاهر ۱۴ لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي.



د کرېکټ د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام کې ۴۹ سیالۍ په ۴۴ ورځو کې کیږي. لومړنۍ لوبه یې د فبرورۍ په ۱۴ او پایلوبه یې د مارچ په ۲۹ ټاکل شوې ده. اسټرالیا به د ۲۶ سیالیو او نیوزلېنډ به د ۲۳ سیالیو کوربانه وي.


د لوبو ښودل


د کرېکټ د نړیوالې شورا د وېپاڼې د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۵ کال کې د نړیوال جام سیالۍ د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو کې پر تلویزونونو ښودل کېږي چې د اټکل له مخې دوه میلیارده خلک به یې وګوري.


په هرې لوبې کې ۲۹ کیمرې کارول کیږي چې یې یو شمېر یې ګرځنده کیمره دي چې پر نندارچیانو او د میدانونو په بېلا بېلو برخو کې به پر لوبغاړو ګرځي او فلمونه یې اخلي.


د ټکټونو بیه


د کرېکټ د نړیوالې شورا د رسمي وېپاڼې د معلوماتو له مخې د نړیوال جام د سیالیو لپاره شاوخوا یو میلیونه ټکټونه چاپ شوي دي چې نژدې اته میلیونه یې پلورل شوي دي. د ټکټونو ټېټه بیه پنځه ډالره او لوړه یې ۱۲۷ ډالره ټاکل شوې ده.


د سیالیو د ګروپي لوبو د ټکټونو بیه د مشرانو لپاره څه باندې ۲۰ ډالره او د ماشومانو لپاره څه باندې پنځه ډالره ټاکل شوې ده.


د اتو غوره لوبډلو د سیالیو د لیدلو لپاره د مشرانو لپاره د هر ټکټ بیه شاوخوا ۵۰ ډالره او د ماشومانو لپاره څه باندې ۲۰ ډالره ده.


د نیمه پایلوبو یا سیمې فاینل د ټکټونو بیه د مشرانو لپاره ۶۶ ډالره او د ماشومانو لپاره نژدې ۳۱ ډالره ده او د پایلوبې د ټکټونو بیه بیا ۱۲۷ ډالره ده او د ماشومانو لپاره څه باندې ۶۱ ډالره ټاکل شوې ده.


د نړیوال جام مالي جایزې


د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ټولو لوبډلو ته په دغو سیالیو کې یوازې د هغوی د کډون له کبله ۳۵ زره ډالره ورکول کیږي.


د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې روزوونکی ریس احمدزي امریکا غږ ته وویل چې هره لوبډله چې لوبه وګټي ۱۰زره ډالره جایزه هم ورکول کیږي.


د نړیوال جام سیالیو د اتو غوره لوبډلو هرې یوې ته ۳۰۰ سوه زره امریکايي ډالره ورکول کیږي او هغوی ته چې نیمه پایلوبو ته ووځي ۶۰۰ زره ډالره جایزه ورکول کیږي.


د نړیوال جام تر ټولو لوړه مالي جایزه د جام د ګټوونکې لوبډلې ده چې درې میلیونه او ۹۷۵ زره ډالره کیږي او ورپسې بیا د دویمې لوبډلې جایزه ده چې یو میلیون او ۷۵ زره ډالره کیږي.




About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160