پیقام

Posted on at


بسم الله الرحمن الرحیم
وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم اما بعد!
له نن څخه ٢٦ کاله وړاندې د ١٣٦٧ کال دسلواغې په ٢٦ نيټه دافغان ميړنۍ او باتور ولس دنه ستړې کيدونکې جهاد او مبارزې پرمټ دوخت شوروي اتحاد وروستۍ يرغلګر پوځونه له ګران هيواد افغانستان څخه وتلو ته اړ ويستل شول. دغه ورځ دافغانستان په معاصر تاريخ کې يوه نه هيريدونکي ورځ ده چې دافغان ولس دقربانيو ، سرښندنو او خپلواکۍ سره دمينې څرګندوي کوي . دافغانستان مجاهد او قهرمان ولس ته ددغې پرتمنيې بريا په اړه مبارکي وايم.
دشوروي اتحاد سرو لښکرو د ١٣٥٨ کال دمرغومې په شپږمه نيټه پرافغانستان تيرى وکړ او نږدې يوه لسيزه دافغان ولس دبې ساري مقاومت وروسته له ماتې سره مخامخ اوزموږ له ګران هيواد څخه ټيټ سرونه ووتل. ددې لس کلنې مبارزې په پايله کې مليونونه افغانان شهيد، معيوب او معلول شول او دهيواد پريښودلو ته مجبوره کړى شول. اقتصادي، زيربنايي او ټولنيزې سرچينې زيانمنې او دهيواد ډيرې سيمې په کنډوالو بدلې شوې .
ددې لپاره چې په راتلوونکې کې له دغه ډول ستونزو څخه مخنيوي وشي او افغان غميزې ته دتل لپاره دپاى تکى کيښودل شي افغان حکومت او افغان وياړلې ولس غواړي دنړۍ له ټولو هيوادونو، دسيمې له ملتونو او په ځانګړې توګه له ګاونډيو هيوادونوسره دسوله ئيز تفاهم پربنسټ ښې او حسنه اړيکې ولري او له نورو هم غواړي چې دمتقابل درناوى په پام کې نيولو سره له افغانستان سره ورته چلند ولري.
له تاريخي پلوه ثابته ده چې افغانانو تل له خپلې اسلامي عقيدې او ځمکني بشپړتيا څخه په ميړانه دفاع کړې ده همدا اوس هم افغان زړه ور امنيتي ځواکونه دهيواد، اسلامي او ملي نواميسو څخه ددفاع او ساتنې بشپړ مسووليت په غاړه لري او په مستقلانه توګه دهيوادوالو د امنيت او خونديتوب په موخه شپه اوورځ خپله دنده په ميړانه ترسره کوي .
دملي يو والي حکومت مشرتابه دافغان مبارز او مجاهد ولس آرمانونو او مبارزې ته ديو ستر ارزښت په سترګه ګوري اوپه دې لاره کې خپله ژمنتيا يوځل بيا اعلاموي. همدا ډول هغو نوم ورکو شهيدانو ته هم د درناوى مراتب وړاندې کوم چې خپل سرونه يې په سپيڅلي جهاد کې د هيواد دخپلواکۍ لپاره نذرانه کړي دي.
افغانان ددې جوګه دي چې په يو والي سره له سترو ننګونو څخه بريالى راووځي اوس يوځل بيا ددې وخت رارسيدلى دى تر څو په هيوادکې دتلپاتې سولې او امنيت لپاره په متحدانه ډول غږ اوچت کړو تر څو نور مو ګلالي ماشومان بې پلاره اوخويندې دې مو کونډي نشي بلکي هيواد دآبادۍ ، پرمختيا او سوکالۍ په لورې روان کړو او ديوپياوړې با ثباته او پرمخ تللي افغانستان شاهدان واوسو .
تل دې وي افغانستان


About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160