په پښتو کې یو متل وایي: ما یې امر دین ژاړه چې کمردین یې پر خره سپور راوړ.

Posted on at


هغه آزادي چې زموږ له ملت څخه یې آزادي اخستې ده


په پښتو کې یو متل وایي: ما یې امر دین ژاړه چې کمردین یې پر خره سپور راوړ.


د کرزی د حکومت پوره ۱۳ کاله تیر شول خو د ملت هغه ټول غریب قشر (په استثنی د واکمنانو) یې په تشو وعدو، فرېب، نیرنګ او مداریګریو وغولاوه . په پای کې یې لا زړه سوړ نه وو او یوازې هغه وخت یې له چوکۍ څخه پښې سپکې کړې چې نږدې ټوله نړۍ او ملت پسې را پورته شو. 
دلته مې اصلي خبره د ملت د آزادیو او سرښندنو نمانځلو په اړه ده، ده ښاغلي چې هر ځل آزادي نمانځلې ده یو غم پکښې پېښ شوی دی، یا دا چې له خپلې کابینې سره یې په پرده کې په خپل کور (ارګ) کښې له خپلو چارواکو سره یو ځای د پلوونو په وهلو سره نمانځلې ده (هو دلته په د هغو بهرنیو اشغالګرو نومونه نه اخلو چې ده یې تر سیوزي لاندې په آزاده توګه خپله واکمني وچلوله ځکه چې بیا به د آزادۍ بیان خدشه دار شي). همدې کار ته اوس اشرف غنی هم مخه کړې ده، همدا نن یې له کارته پروان ځخه نیولې تر سېلو او د قمبر د څلور لاري تر نیمایي پورې یې د پراته ملت آزاي سلب کړې ده او بغیر له دولتی ټوپکوالو، یو شمېر وزیرانو، وکیلانو او نورو چاواکو څخه بل هیڅوک په سیمه د تګ راتګ اجازه نه لری. دلته اوس یو داسې ډول آزادی ده چې د سړکونو د سر تګ راتګ، له خپلو کورونو څخه وتل، کار، غریبی، درس ویل، روغتون ته د ناروغ تګ .... نشته دي. 
رابه شو اصلي خبرې ته، دلته که له یوه لوریه فضا یو څه آرامه ښکاری او د ګوتو په شمېر خلک پر سړکونو تګ راتګ کوی، خو! دا چې زموږ واکداران آزادي نمانځي، دې ته به یې ښایې پام نه وی چې پر سر یې د بهرنیانو (اصلی او آزادو واکمنانو) چینوک الوتکې پروازونه کوی او د ستېج پر وړاندې د وینا پر مهال ښایې دومره په غیرت راغلي وي چې شور او شغف یې د الوتکو اوازونه پیکه کړی وي. ښایي زموږ واکمنانو به د نورو تر واک لاندې آزاد وي!؟ او له همدې امله به خپله تش په نامه آزادي نمانځي، خیر تصویرونه یې هم وګورئ.



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160