حیم الله حریفال
له پیړیو راهیسې مې ګران هیواد بې شمیره میدانونونه ګټلي دي ، ډیرې مغرورې ککرۍ یې په ځمکه موښولي او د نړۍ سترې امپراطورۍ یې دړې وړې کړي دي . خو دا هرڅه یې مفت نه دي ترلاسه کړي . د سترو ویاړونو د خپلولو لپاره یې دومره قربانۍ ورکړي دي ، چې نړۍ یې ساری نه لري . ولس په تش لاس د هر زبرځواک مخې ته راوتلی دی . زلمیانو تل د خپلواکۍ د ګټلو لپاره سرونه نذرانه کړي دي . لوې هدیرې د دې خبرې ګواه دي.
خو د افسوس وړ خبره داده ، چې مونږ لا خپل ټپونه نه وي مرهم کړي، مونږ لا د خوښۍ او خپلواکۍ جشنونه پای ته نه وي رسولي، لا د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت لپاره نه یوو ورغلي!!!
لا د بورو میندو اوښکې نه وي وچې شوې لا د قبرونو په سر ولاړې لښتې تازه وي، چې په ګران وطن مو یوه بل یرغل وزرې غوړولې وي .
یو بل امپراطور مو د وطن په هسکو او ټیټو خیټه اچولې وي .
الله مو دې له ګران هیواد د یرغلونو لمن ټوله کړي .