د احمدشاه ابدالي کور

Posted on at


د احمدشاه ابدالي کور
د لوي امپراتور احمدشاه ابدالي کور د کندهار ښار د سدوزو په کوڅه کې دی، چې اوس هم په هماغه پخوانۍ بڼه پر ځای پاته دی ، دغه کور په (۱۱۷۲ ) کال کې د لوی احمدشاه بابا په هدایت د فني او تخصوصي کارګرانو ( معمارانو) لخوا په بخارايي بڼه یا سبک باندي جوړ سوی دی .
یاده ودانۍ د اطلاعات فرهنګ وزارت د تاریخی ابداتو ریاست په رسمي توګه په ۴ – ۰۱ – ۲۷ شمیره ثبت کړي ده .
نوموړي کور ۷۶ ، ۱۴۳۸ متر مربع مساحت لري ، چي په پخه چهارکنجه خښته ، ګچو ، نولوخ ، ایری او سره خاوره ، چي (سارو) ورته ویل کیده جوړ سوي دې ، درې منزله دي اته (۸) اطاقه لري ، چي لاندي یی یوه زیرخانه ده ، او د زیرخاني څخه لوړ یو دالان دي ، چي په دالان کي د شاه د ناستي ځای هم معلوم وو ، چي د شاه نشین په نامه سره اوس هم یادیږي ،
د دالان چپه او راسته یعنی شرق او غرب طرف ته یو ډول دهلیزونه او اطاقونه لري ، او همدارنګه په دوهم منزل کي چپه او راسته دواړو خواو ته ګوشکنان لري ، چي د هر ګوشکن موظف به د شاه و امر ته غوږ نیولي وو ، چي شاه څه امر کوي ،
په یاد کور کي په ښکلی هنر سره زیرخانی هم جوړ سوي دي ، چی زیرخانو ته یی دوه داسي بادوانونه ورکړي دي ، چی تر دوهم منزل پوری هوا رسوي ، په زیرخانه کي د ننه یو حوض هم سته ، چي د شاه ویالي څخه به اوبه ورته راتللي او حوض ته به تویدلې ، چي د دغو اوبو په واسطه سره به هوا په دوبي کي سړه کیدل ،
د یادي وداني میناتوري د هکۍ په سپنو او چونړل سو ګچو او یو ډول سریښناکه ماده سره جوړي سوي دي ، چی اوس یو ډول ځلا هم لري

 

VOA Pashto's photo.


About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160