کمپاین خلاص شو

Posted on at


کمپاین خلاص شو
تفریح مو وکړه بیرته خپل وظیفی ته راشی!
او بیرته مو اصلی مقصد ته کار کول پیل کړی ! زه پری پوه یم چی یو کس به رییس جمهور شی خو ستا له کوره اوس هم افغانان کوچ کولو ته اړ ابستل کیږی ، درون حملی پری کیږی، دحرمونو پوځ پری بمبارد کوی، او دتروریست اوطالب په نامه یی په لراوبر کی وژنی، نن وزیرستان ده ، سبا پیښور اومردان ، بله ورځ کویته اوبلوچستان او خوست وپکتیا ، پرون هلمند او کندهار، لغمان اوننګرهار اوکنر وو!
ستا په کور کی هره ورځ زرهاوو جنازی پرتی وی، تاته خلک تروریست وایی، تاوژنی خو څوک دی پوښتنه نه کوی، ته هره ورځ خپل ټاټوبی نه مهاجرت ته اړایستل کیږی ترڅو نوی محیط سره تطابق وکوی اوفحشا ته مخه کړی! هره ورځ په تاباندی دانګریز اوامریکایی اشغال پروژی د پنجابی حرمونی له خوا تطبیقیږی! پیسی او اسلحه اوفتوی امریکا اوانګریز ورکوی خو په کابل اواسلام بربادی کی تاباندی تطبیقیږی! نن دخدای لپاره راویښ شه او آواز اوچت که!
چاته چی انګریزی، پښتو، دری، اردو، عربی، فرانسوی، روسی، جرمنی ژبه باندی لیکل ورځی نو لیکل دی پیل کړی، چاته چی قدرت دلراوبر دیووالی وی نو کار دی پیل کړی!
بیرته دامریکایی انګریزی اشغال اوقتل عام په مقابل کی اواز اوچت کړی!
بلوچستان، وزیرستان، پښتونستان، افغانستان کی دهرکشر اومشر قامی اومذهبی مشر دوینی غچ به اخلو او پنجاب کی به ورسره حسابی کوو!
سره یو شه



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160