د الماسو انګوشترۍ

Posted on at


یوه زوړ سړي خپله ټوله شتمني و خپلو زامنو ته ورکړه. وروسته یې یوه د الماسو انګوشترۍ زامنو ته ورښکاره کړه، او ورته یې کړه چې دا انګوشترۍ اوس دوی ته نه ورکوي. خو هر کله چې یوه له دوی څخه کوم ښه کار ترسره کړی، دا انګوشترۍ به هغه ته د انعام –بخشش په ډول ورکوي. زامن یې هم د یوه ښه کار د ترسره کولو په نیت ولاړل. ډېر وخت وروسته هر یو پلار ته د خپل نېک-ښه کار د بیان لپاره راغلی. یوه زوی وویل،” پلاره دا انګوشترۍ ما ته راکړه، ولې چې ما یو ډېر ښه کار ترسره کړیدی. هغه داسې؛ یوه کس زما سره ډيرې پیسې په آمانت کښیښودلې او خپله په ډېر اوږد سفر ولاړی. ډېر وخت وروسته چې کله هغه راغلی، زما څخه یې د خپلو پيسو غوښتنه وکړه. ما هم بیرته هغه ته د هغه ټولې پیسې ور وه سپارلې “ .بل وویل،” یو کوچنی هلک اوبو یوړی، زه اوبو ته ور وه غورځیدلم؛ او هغه مې وژغوری “ . درېیم وویل،” پلارجانه! ماته غوږ سه... زما دښمن د یوې غټې ډبرې پر څوکه بیده و، زه ورغلم او هغه مې رابیداره کړی “ . پلار یې وویل،” ټوله خلک د خپلو ملګرو سره مینه لري. مګر تا پر خپل دښمن باندې احسان وکړی، او هغه دې د مرګ څخه وژغوری. دا تر ټولو غوره کار دی. ځکه نو؛ دا انګوشترۍ تاته درکوم “



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160