د لر او بر مسلمان پښتون وجود په رسمي توګه ټوټه کوي! ډیورنډ ليکه رسمي کوي

Posted on at



په ظلم سره د لر او بر پښتون قوم د ټوټه کولو په خاطر د پاکستان د حکومت لخوا د څو ورځو راهسې په خورا هوسا توګه د کندې ويستلو کار روان دی، ډیره برخه یې تمامه کړې ده، هغې خواته محمود خان اڅکزی د پاکستان په نمایندګۍ او دې خواته قومندان رازق خان اڅکزی د افغانستان په نمایندګۍ د کندې ويستلو (پښتون ختمولو) ساتنه کوي، دا کار د دواړه غاړې حکومتونو، د پښتون په نوم دواړه خواته سياسي ګوندونو او د وخت د یرغلګرو کفارو په خوښه ترسره شوی دی، دا ناکاره ليکه پخواني استعمار انګرېزانو د بښتون قوم په سر په زور ويستلې وه، خو رسمي نه شوه، لېکن دوی داځل د امريکايي ښکېلاک په زور د تل لپاره د پښتون مسلمان قوم د وجود دوه ټوټې کیدلو ته رسمي بڼه ورکوي، په لر او بر کې هغه غدار سېاستمدار پښتانه چې دا 70 کاله په منافقت او درواغو د پښتون او پښتو د دفاع نارې وهلې، په اصل کې تل په همدې شعارونو د پښتنو په سر سياسي امکانات تر لاسه کوي، مګر د نن په څير یې تل د پښتون پر ضد د یرغلګرو ملاتړ کړی دی، نن ورځ هغوی ټول پټه خوله شخوندونه وهي او د پښتون د وژلو ننداره کوي.



پښتنو ! په آرمه مه کښېنۍ، ددې تاريخي جبر پر ضد غږ پورته کړئ




About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160