د ځوانانو موقفونه- مسئولیتونه

Posted on at


ځوانان د ټولنې هغه قشر دی چې تل یې د حق لپاره مبارزه کړېده. حق یې منلی دی، او تل د حق د داعي سره یو ځای سویدي. ځوانان دعوت مني او دعوت چلوي. لکه یوه ورځ چې حضرت نبی کریم صلی الله علیه وسلم د حضرت ابوبکر صدیق او حضرت علی کرم الله وجهه سره د ذهل شیبان نومی ځای ته د تلو او هلته د اسلام د دعوت ورکولو څخه وروسته د منا شریف د کندو څخه تیریږي، ویني چې شپږ تنه ځوانان ناست دي. حضرت نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورڅخه پوښتنه کوي چې هغوی څوک ول. هغوی ورته وايي چې خزرجیان ول. حضرت نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته فرمايي، هغه د یهودو او نصاراوو دوستان؟! هغوی ورته وایي، هو! صاحبه. نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته د اسلام لارښوونې کوي، او قرآن ورته اوروي. هغه ځوانان په خپلو کې یوه-بل ته په حیرانتیا سره ګوري او بیا وايي: په الله قسم چې دا هغه پیغمبر دی چې یهودو به موږ د ده دراتګ او ورسره د ملتیا څخه بېرولو، او راته ویل به یې چې په ملتیا سره به مو دعادیانو په شان ووژني. وروسته دا ځوانان وايي چې نه باید یهود ددوی څخه مخکې سي، بلکه دوی باید دیهودو څخه مخکې سي. هغه دی چې شپږ سره ځوانان پر نبی کریم صلی الله علیه وسلم باندې ایمان راوړي او د اسلام دین قبلوي. د اسلام ددین دقبلولو څخه وروسته دا ځوانان یثرب ته راګرځي، او دحق دعوت چلوي. په ډېر نزدې وخت کې د یثرب په هره کورنۍ کې خلک د اسلام او د محمد صلی الله علیه وسلم د نامه سره اشنا کیږي.
نو لازمه ده چې موږ هم د دې یثربي ځوانانو په شان تل د حق دعوت و منواود حق
دعوت وچلوو. موږ هم راځو ددې ځوانانو په شان مېړانه، حق ته غاړه ایښوده او د
حق دعوت چلول په ځانو کې پیدا کوو. ان شاء الل



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160