حالات

Posted on at


عام مسلمانان ځکه د رجب طیب ادرګان په بریا خوښ وو او لا دي چې په نړیواله سطحه ترې
د مسلمانانو په حق کې د ښو فیصلو تمه کیدی شي لکه په دې همدې ورځو کې چې متحده ایالاتو د داعش (اسلامي حکومت) پر ضد په نړۍ واله سطحه اتحاد جوړوي ، د پټې دپلوماسې وروسته یې جده کې د یو شمیر هیوادونو د بهرنیو وزیرانو چې د عربو ،کویټ، قطر، اردن، متحده عرب امارات،بحرین، عمان، عراق، مصر، او ترکيې وزیران پکې وو غونډه راغوښتې وه تر څو د داعش پر ضد یې د پالیسې څخه ملاتړ وکړی پرته له ترکیې ټولو هو ...وکړه. ایران چې ځان مخالف مخالف کوي تر ټولو د مخه یې د داعش پر ضد د امریکا په پالیسې ایمان راوړ.
خبره مو د ترکیې کوله نو چې د ترکیې ملاتړ پدې ونشو نو جان کیری ورپسې انقرې ته ورغې ویل یې نړۍ راسره ده ۴۰ ملکونه مو ملاتړی دی تاسې هم راسره شئ. خو ژوندې دې طیب اردغان او ترکیې دولت چې په خپل موقف ثابت قدم پاتې شو او د مسلمانانو پر ضد یې ځان د روانې توطئې د برخې جوړیدو وژغوره.
د داعش څخه ملاتړ یا نه ملاتړ پر خپل ځای خو که هر څو مو زړه د امریکا په روانې توطئې او ورپسې د اسلامې هیوادو په ملاتړ بد دی همغلته یو ښه خبر د ترکیې انکار دی



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160