د اشرف غنی وینا

Posted on at


د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو مخکښ کاندید اشرف غني احمدزی وايي، په دوو ورځو کې به له خپل سیال عبدالله عبدالله سره د ملي یووالي د حکومت په جوړولو کې موافقې ته ورسېږي.


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې لیکلي چې دا خبره ښاغلي غني د چهارشنبې په ورځ دې ورځپاڼې ته په ځانګړې مرکه کې وکړه.


ده ومنله چې د جون د څوارلسمې نېټې د دوهم ځلي انتخاباتو د پایلو په اعلان کې اوږد ځنډ افغانستان کمزوری کړی او په داسي حال کې چې د دسمبر يه یودېرشمه د ناټو او امریکا پوځیان له افغانستانه وځي، د انتخاباتو د نتیجو د اعلان ځنډ د هیواد د سیاسي پرمختګ بهیر په شا روان کړی دی.


ډاکتر غني په عین حال کې وویل چې ده او سیال یې عبدالله عبدالله د یوه نوي او مضبوط اساس پر جوړولو کار کړی دی.


«البته یو خطر شته چې همدا سیاسي اختلافات، چې د ملګروملتو له لوري د رایو د تفتیش د څارنې سبب شول، د کاندیدانو ترمنځ د ملي وحدت جوړېدونکی حکومت سره وپاشي. خو مهمه دا ده چې د خطر د مخنیوي ستراتیژي ولرو. یو علت چې موږ هر کار په دقت کوو دا دی چې بې ثباته او متزلزله حکومت جوړ نه کړو.»


ښاغلي غني اټکل وکړ چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې او ګټونکی کاندید به د شنبې تر ورځې اعلان شي.


د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وینا د انتخاباتو اعلان به د دې سبب شي چې اشرف غني احمدزی د افغانستان په تاریخ کې دوهم منتخب ولسمشر شي.


غني وویل، د ملي یووالي د حکومت موافقه به عبدالله ته د اجرايي چارو مسوولیت وسپاري چې دنده به یې د حکومت د پالیسیو اجرا وي.


د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له راپور سره سم، ښاغلي غني وویل، دواړو(اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله) موافقه کړې چې په دوو کلونو کې به لویه جرګه رابولي څو په اساسي قانون کې د بدلون په اړه پرېکړه وکړي او د اجرايي چارو د ریاست چوکۍ پر صدارت بدله کړي.


ده وویل چې نوی صدراعظم به د پارلمان مشري په غاړه نه لري.«د افغانستان نظام به ریاستي وي.»


ده همداراز وویل چې د کابینې مشر به بیا هم ولسمشر وي، خو یو نوی تشکیل، چې د وزیرانو شورا به نومېږي، د اجرايي چارو د رييس تر مشرۍ لاندې وي.


ورځپاڼه وايي چې ښاغلي غني د دې تشکیل د دقیق مسوولیت او دندو په اړه څه ونه ویل.


ښاغلي غني ومنله چې دا فورمول کار نه کوي چې ګټونکی کاندید دې ټول واک په لاس کې واخلي:«زه د ملي یووالي د حکومت جوړولو ته ژمن یم، خو بې له شکه دا حکومت به له ستونزو سره مخامخ وي



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160