د دوستۍ جام دویمه لوبه د افغانستان کرکټ بورډ پرمختیایی لوبډلې د ۶ ویکټو په توپیر وګټله

Posted on at


د دوستۍ جام دویمه لوبه د افغانستان کرکټ بورډ پرمختیایی لوبډلې د ۶ ویکټو په توپیر وګټله
د دوستۍ جام سیالیو په لړ کې د افغانستان کرکټ بورډ پرمختیایی لوبډلې په دویمه لوبه کې د پاکستان حبیب بانک لوبډلې ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د افغانستان کرکټ بورډ پرمختیایی لوبډلې لوبډلمشر نجیب الله ځډران وګټله او د توپوهنې بلنه یی سیالې لوبډلې ته ورکړه.
د پاکستان حبیب بانک لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ټولو ۱۰ لوبغاړو په سوځیدو ۲۱۹ جوړې او ۲۲۰ منډو هدف یی افغان پرمختیایی لوبډلې ته ورپه کوته کړ، په یاده پاڼۍ کې امام الحق ۸۵ منډې جوړې کړې.
د افغان پرمختیایی لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې شرف الدین اشرف ۳، جاوید احمدي او رحمت شاه دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
افغانستان کرکټ بورډ لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۴۰،۴ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ.
چی په توپوهنه کې نجیب ځډران ۶۳ او حشمت الله شهیدي ۵۷، جاوید احمدي ۳۷ او رحمت شاه ۳۹ منډې جوړې کړې.
د پاکستان حبیب بانک لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې عثمان خان، امام الحق او رامز عزیز یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.
د لوبې غوره لوبغاړي جام په افغانستان کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین، او د کرکټ بورډ له لوري نغدي جایزه د اغا خان ګروپ استازې د نور جهان مواني له لوري حشمت الله شهیدي ته له دې امله ورکړله چی ۵۷ ناسوځیدلې او یو لوبغاړی سوځولی ؤ.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم الله وایی لوبو ته په کتو د افغان لوبغاړو په وړتیا کې ورځ تر بلې ښه والی لیدل کیږي.
دانش همدراز زیاته کړه د لوبغاړو لوبو ته په کتو ډاډه ویلایشم چی په راتلونکې نورې سترې لوبډلې هم هیواد ته د لوبو کولو په موخه راوغواړو.
د کرکټ بورډ اجراییوي ریس شفیق الله ستانکزي خبرو په پیل کې په افغانستان کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین، په افغانستان کې د اغا خان ګروپ استازی نورجهان مواني، په افغانستان کې د حبیب بانک مشر خاور محمود او نورو راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل سره له دې چی د پاکستان په حبیب بانک لوبډله کې د پاکستان ملي پیاوړي لوبغاړي لوبیږي، خو زموږ هر لوبغاړی یی پروړاندې ډیره ښه او تخنیکي لوبه کوي.
د پاکستان حبیب بانک لوبډلې لوبډلمشر عمران فرحت په خپلو خبرو کې وویل موږ واقعآ د افغان لوبغاړو لوبه ستایو، نوموړي زیاته کړه راتلونکې لوبه ډیره مهمه ده ددې لپاره به موږ د یو نوي پلان سره د لوبو ډګر ته ښکته شو.
د افغانستان کرکټ بورډ پرمختیایی لوبډلې لوبډلمشر نجیب ځدران وویل حبیب بانک یوه پیاوړې لوبډله ده خو زموږ ښه پلان او ښې لوبې کولو پایله کې بریا مو ترلاسه کړه.
نجیب ځدران د کرکټ بورډ څخه مننه وکړه چی ځوانو لوبغاړو ته یی ددې لوبو زمینه برابره کړې.


 



TAGS:


About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160