کرزی: پاکستان دې دواړو خواوو ته "یو" ولس ازاد تګ راتګ ته پرېږدي

Posted on at


 


کرزی: پاکستان دې دواړو خواوو ته "یو" ولس ازاد تګ راتګ ته پرېږدي


پخواني ولسمشر حامد کرزي پر تورخم دروازې د پاکستان له لوري د لګول شوو محدودیتونو په غبرګون ویلي، چې هغه هېواد دې د ډېورنډ فرضي کرښې دواړه خوا ولسونه له یو بل سره ازاد تګ راتګ ته پرېږدي. نوموړي ویلي، ډیورنډ د انګرېزانو له لورې پر افغانانو تپل شوې کرښه ده او یو ولس یې دوه ځایه کړې دی. کرزي زیاته کړې، له هغې ورځې چې دغه کرښه کش شوې هېڅوک ترې په پاسپورټ نه دی اوښتی او نه هم چا په رسمیت پېژندلې ده. پخواني ولسمشر پر پاکستان غږ کړی، چې پر تورخم دروازې د محدودیتونو په لګولو دې دواړو خواوو ته پروت یو ولس ته ستونزې نه جوړوي او پرې دې دي، چې په ازاده توګه تګ راتګ وکړي.



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160