م.م د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف تور لېست ته کړ

Posted on at



م.م د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف تور لېست ته کړ


ملګرو ملتونو د سعودي عربستان په مشرۍ د یمن کې د عملیاتو پوځي ایتلاف په خپل تور لېست کې شامل کړ. د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون د عربستان په مشرۍ پر دغه پوځي ایتلاف سختې نیوکې کړې او عربستان یې په یمن هېواد کې د ماشومانو پر وژلو تورن کړی دی. د رویټرز د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي د یوه راپور په خپرولو سره وویل، د عربستان په مشرۍ ایتلاف په یمن کې په تېر یوه کال کې د ۶۰ سلنه وژل شویو ماشومانو د وژنې مسوول دی. راپور زیاتوي، ددې ایتلاف په بریدونو کې ۵۱۰ ماشومان وژل شوي او ۶۶۷ نور ټپیان شوي دي. همداراز یمن کې پر ښوونځیو او روغتونونو د شویو بریدونو د نیمایي برخې پړه د عربستان په مشرۍ پر ایتلاف وراچول شوې، چې له امله یې دغه ایتلاف د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل شوی دی.



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160