افغان، روسي او ایراني چارواکو ارګ کې غونډه کړې

Posted on at



افغان، روسي او ایراني چارواکو ارګ کې غونډه کړې


راپورونه وايي، د افغانستان، روسیې او ایران د ملي امنیت چارواکو په کابل کې درې اړخیزه امنیتي غونډه کړې ده. د تسنیم خبري اژانس د راپور پر اساس، په دې غونډه کې د درو هیوادونو د ملي امنیت چارواکو د مخدرو توکو او ترهګرۍ پر ضد د خپلو اقداماتو پر همږي کولو خبرې وکړې. په راپور کې ویل شوي چې دا غونډه د درې واړو هیوادونو د ملي امنیت د مرستیالانو په کچه په ارګ کې جوړه شوه.په کابل کې د افغانستان، روسیې او ایران د ملي امنیت د مرستیالانو غونډه وروسته له دې جوړېږي، چې پاکستان وړاندې له وړاندې د هند، ایران او افغانستان اتحاد د خپل امنیت لپاره جدي ګواښ بللی و.



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160