معتاد هلک

Posted on at


معتاد هلک


یو هلک په نامه د افلاتون د لوګر په یوه کلی کی د خپلی کورنی سره د دوو ورونو او دوو خویندو سره ژوند کاوا تقریباً زشته قواره یی درلودله او ۱۸ کلن وو تازه د پلار د ملګری له لور سره نامزاد شو د ۲۰ زره افغانیو په بدل کی او جالبه خبره داده چی نجلی پنځه کلنه وه د نجلی اصلی موریی وفات شوی وه او میړه یی وه چی ددی کار څخه یی جلوګیری ونه کړه ورځی ، میاشتی او کالونه تیریدل د هلک کورنی به نجلی ته کالی میوی او نور شیان به یی راوړل ځکه چی دا د افغانستان د خلکو رسم و رواج دی


 


 


نجلی به هم خوشحاله وه او هم غمګینه خوشحاله پردی وه چی نوی جامی یی پیدا کولی او خفه پردی وه چی نامزاده شوی ده د هغه نامزاد ډیر بد قیافه او بد اخلاق وو خو نجلی چی کم سن یی هم درلودلو خو ډیره هوښیاره وه افلاتون به کله کله غلی هم کولی کورنی به یی همیشه منع کولا او افلاتون معتاد شو او د خلکو د کورنو څخه به یی شیان را پټول نو بیایی په هغه پیسو نیشه کوله چرس یا شراب به یی اخیستل نو کله یی چی د هغی وړه نامزاده خبره شوه نور یی زړه ورڅخه ستړی شو هر کله به چی افلاتون د نجلی کور ته به لاړا نو نجلی به زر د کور څخه وتله او په یوه ځای کی به پټیدله خو افلاتون به ورځ په ورځ به خرابیدلو او په ګناهونو به آغوشته کیدلا


.


نو یوه نجلی ته چی ډیره غریبه وه پلار یی ډیر غریب وو افلاتون یی د ملګری سره لاس یو ځای کا نو نجلی پلار ته یی بازی ورکوله چی زه له خارج څخه راغلی یم ته دی ما ته لور راکړه ستا لور به هم زما سره خارج ته لاړه شی نو د هغی نجلی ساده پلار دده په خبرو فریب وخواړا او خپله لور یی ورکړله نو افلاتون او ده هغه ملګری هغه نجلی پاکستان ته بوتلله او هلته یی په بلوڅو چی د انسانانو قاچاق یی کاوا خرڅه یی کړله نو د پاکستان پولیس پری خبر شول او کله چی افلاتون او د هغه ملګری کابل ته راتلل ویی نیول او څو کاله هلته بندی کیږی او کله چی خوشی شول بیرته افغانستان ته راستانه شول ولی په افغانستانکی هم خلک د دوی د ناوړه کار څخه خبر شوی وو او په افلاتون او د هغه په دوست یی لعنت ویل او د خپلی کورنی او خلکو پر وړاندی یی مخ تور وو او تر ډیره وخته یی هم د نامزادی کور ته نشوی ورتللی کله چی د افلاتون نامزاده له دی څخه خبره شوه نو د شپه او ورځی به یی ژړل او خپلی کورنی ته به یی ویلی چی په هیڅ صورت سره زه له ده سره واده نه کوم .


ولی د افلاتون د کورنی څخه ډیر پا فشاری کیږی تر څو واده وکړی پدی وقت کی نجلی دولس کلنه وه او د افلاتون کورنی سپین ږیری راټول کړل تر څو د نجلی پلار راضی کړی چی واده وکړی


.


خو بلاخره د نجلی پلار هم منی او په ډیر جار او جنجال باندی واده کوی اول یی د نکریزو شپه تجلیل کړه او سبا به یی د واده مراسم ونیول واده یی په ډیر شان او شوکت باندی ترسره کول وروسته له واده نه شار ګشتی به ځی او نجلی په داسی وقت کی هر غم هیر کړی وو او وروسته د هلک کور به ځی هلک چی د پخوا کارونو څخه یی ډیر شرمنده وو ځان یی اصلاح کړو او د خپلی ښځی سره یی د صداقت او ایمانداری پیوند ته ادامه ورکړله


.



About the author

160