د فیسبوک نه ګټه اخیستل ستاسې د مطالبو د ودې لپاره په انیکس فیلم کې

Posted on at


لیکل شوي په ۱۵ د می، ۱۲:۰۳ دقیقې


 



له فیس بوک نه د خپلو دوستانو د ډلې سره د یو ځای کېدو لپاره کار واخلئ. فیس بوک ګڼ شمېر اسباب تاسې ته په اختیار کې درکوي تر څو وکولای شی خپل مطالب ګډون لپاره کېږدی. له لیکنو چې د ملګرو په Wall باندې یې کوی سره د پیغام ورکولو، د عکسونو او ویډیوګانو ایښودلو نه تر نظر څرګندولو پورې، د پاڼو د جوړولو نه د ګروپونو تر جوړولو پورې د ګډو ګټو لپاره، له نورو ټولنیزو پلټ فورمونه نه ستاسې د ګډون ته ایښودلو برخې ډېرې دي.


دلته څو لارښونې د فیس بوک نه د استفادې د څرنګوالي په اړه ستاسې د مطالبو د ترویج لپاره په انیکس فیلم کې شته.


خپل Wall  ته د ویډیو په لېږلو سره کولای شی چې د ملګرو سره یې ګډون ته کېږدی. تاسې کولای شی چې د خپلې ویډیو لینک په مستقیم ډول کاپي او په Wall باندې یې Paste کړی او یا د فیس بوک د بټنې نه په استفادې لکه د فیلم په پاڼه کې هغه پرته له ځنډه ګډون ته کېږدی. د مطالبو ګډون ته ايښودل ستاسې د شریکولو نمرې د فیس بوک د احصائي په پاڼه کې زیاتوي.


تایې کولای شی د خپل ویبلاګ لینک په هماغه ډول یعنې خپل Wall  ته په لېږلو سره ګډون لپاره کېږدی او یا د خپل ویبلاګ په پاڼه کې د فیس بوک ډوله بټنې څخه کار واخلی.


د خپلو مطالبو د ودې لپاره یوه پاڼه جوړه کړئ. د خپل فیس بوک د شخصي پروفایل برسېره، تاسې کولای شی یوه پاڼه جوړه کړی چې په هغه کې د خپل کار اړوند لینکونه لکه ویډیوګانې او ویبلاګونه پُست کړی. ستایې پاڼه به پیروان او پلویان ولري چې تاسې کولای شی د هغو سره اړیکې ټینګې کړی. همدا شان تاسې کولای شی د خپل فیس بوک د لیدلو نه د خپلې پاڼې د کارکړنې، د Like ډېرښت، تمایلاتو او نورو ګټورو معلوماتو د اندازه کولو لپاره کار واخلی. که له یوې نه ډېرې پاڼې لری، تاسې کولای شی خپلې پاڼې د لا ډېرو وصلېدو لپاره په خپلو پُستونو کې  د @ د علامې نه په استفادې سره Tag  کړی. له خپلو ټولو ملګرو نه وغواړئ چې ستاسې پاڼه خوښه ( Like ) کړي تر څو ډېر پلویان پیدا کړی.


کله چې څوک ستاسې لینک خپل د فیس بوک په پاڼه کې پُست  کوي او د خپلو ملګرو سره یې ګډون ته واړاندې کوي، دا کار ستاسې نفوذ زیاتوي. په دې معنی چې نور خلک ستاسې د مطالبو په اړه خبرې کوي، او تاسې په هغوی باندې خپل تاثیر اچولی دی، نو د انیکس فیلم د احصائي په پاڼه کې به ستاسې د مؤثریت یا اثر اچونې نمرې هم زیاتې شي.


د فیس بوک د کارونې په اړه نظرونه ستاسې د مطالبو د ودې لپاره په انیکس فیلم کې.



About the author

alimahboob

Ali Reza Mehrban is from Afghanistan.He was born and lived in Iran with his family,and they return back into Afghanistan in 2002.Ali graduated from Tajrobawi High school of Herat-Afghanistan.Now he is bachelor of Software Engineering from Computer science of Kabul University.He has been working as project coordinator of Afghan Citadel…

Subscribe 0
160