د ټویټر کارونه ستاسې د مطالبو د ودې لپاره په انیکس فیلم کې.

Posted on at


دغه د پشتو وبلاگ د Use Twitter to Promote your Content on Film Annex په نامه دی.



لیکل شوي په ۵ د جون، ۱۶:۱۱ دقیقې


د ټویټر نه استفاده د ملګرو سره د اړیکو لپاره، هم مسلکه کسان او هغه څوک چې ستاسې د مطالبو مینه وال دي. د ټویټر ښکلا په دې کې ده چې: تایې هیڅ کله ګمان نه شی کولای چې په پای کې څوک ستاسې څارونکی دی. تاسې یوازې حیرانېږی.


ټویټر یو ۱۴۰ کرکټري حد لري او تاسې ته اجازه درکوي چې د متنونو، لینکونو او عکسونو په ټویټ کولو سره خپل مطالب ګډون ته کېږدی.


دلته څو لارښونې د ټویټر نه د استفادې د څرنګوالي په اړه ستاسې د مطالبو د ترویج لپاره په انیکس فیلم کې شته:


خپل د انیکس فیل پروفایل د خپل ټویټر د حساب یا اکونټ سره و نښلوئ، چې دا کار د “Follow” بټنه په فیلمونو، ویبلاګونو او ستاسې په شخصي پروفایل باندې زیاتوي(ښکاره کوي). تاسې به د خپلو مطالبو د ټویټ لپاره ډېر خلک او څارونکي ولری. د http://www.filmannex.com/auth2/socialreg2/  له لارې وصل شی. همدا شان تاسې به ۱$ هم تر لاسه کړی.


د “Tweet” په بټنه باندې په کلیک کولو سره خپل فیلمونه او ویبلاګونه د انیکس  فیلم د فیلمونو په پاڼه یا ویبلاګ کې ګډون ته کېږدی. همدا شان تاسې کولای شی د URL  نه استفاده وکړی یعني د لینک په کاپی او Paste کولو په مستقیم ډول د ټویټ په بکسه کې دا کار وکړئ. د مطالبو ګډون ته ایښودل ستاسې د ګډون نمرې د انیکس فیلم د احصائي په پاڼه کې زیاتوي.


د هش(#)  تګونه (Tags)  خپل ټویټ ته ورزیات کړئ. هغوی د کلیدی یا مهمو ټکو په څېر کار کوي. کله چې د خاصو کلیدی ټکو لپاره پلټنه کېږي که چېرې تاسې د هش (#) تګونه (Tags)  زیات کړي وي نو ستاسې د ټویټونو او پروفایل د موندنې امکان زیاتېږي. که تاسې د خپل فیلم په اړه ټویټ کوی، کولای شی د هش (#) له تګ (Tag)  نه لکه #فلیم #ویډیو #فیلم جوړونکی #انیمېشن #لنډ فیلم #ستاسې نوم #مستقل فیلم او داسې نور، استفاده وکړی. دا چې فوق العاده ځانګړي اوسی په زړه کې وېرې ته ځای مه وکوئ، که ستاسې فیلم په لوېدیځه ویرجینیا کې د یو ناپېژانده الوتونکي د جسم په اړه وي، ستاسې د Tag هش (#) باید # د ناپېژانده الوتونکي جسم وي او # لوېدیځه ویرجینیا وي. د @علامې په کارولو سره خپل د ټویټونه په پیل کې هغه خاصو او اړوند کسانو ته مربوط کړئ. که غواړی له چا نه په خپل ټویټ کې یادونه وکړی، د هش د Tag نه او یا د @ له علامې د هغوی د شاملولو لپاره ستاسې په وینا استفاده وکړی.


#د ناپېژانده الوتونکي جسم وي او # لوېدیځه ویرجینیا وي. د @علامې په کارولو سره خپل د ټویټونه په پیل کې هغه خاصو او اړوند کسانو ته مربوط کړئ. که غواړی له چا نه په خپل ټویټ کې یادونه وکړی، د هش د Tag نه او یا د @ له علامې د هغوی د شاملولو لپاره ستاسې په وینا استفاده وکړی.


د خپل فیلم یا موجودې پروژې لپاره یو د ټویټر اکونټ جوړ کړئ ترڅو مشخص ټویټونو د خپل کار په اړه پرېږدی. دا او هغه د @ په علامې سره خپل شخصي ټویټر سره ارتباط ورکړئ.


د TwitPic نه په استفادې ثابت عکسونه یا انځورونه د خپلو فیلمونو نه ټویټ کړئ. ستاسې څارونکي به وکولای شي ترڅو هغه په مستقیم ډول د ټویټ پر مخ و ویني. که چېرته تاسې د Instagram  کارونکي یاست تاسې کولای شی خپل Instagram اکونټ د ټویټر سره ترکیب یا یو ځای کړی.


خپل هم مسلکه کسان وڅارئ، هغوی به په ډېر احتمال سره ستاسې پُستونه ټویټ کړي. همدا رنګه تاسې کولای شی له هغوی څخه وغواړی چې د تائید لپاره ستاسې پُوستونه ټوییټ کړي.



About the author

alimahboob

Ali Reza Mehrban is from Afghanistan.He was born and lived in Iran with his family,and they return back into Afghanistan in 2002.Ali graduated from Tajrobawi High school of Herat-Afghanistan.Now he is bachelor of Software Engineering from Computer science of Kabul University.He has been working as project coordinator of Afghan Citadel…

Subscribe 0
160