ویبلاګ لیکنه په فیلم انکس کې

Posted on at


بواوزبیکچه نسخه Blogging on Film Annex آتیده یازیلگن بیروبلاگ دیر.



ویبلاګ لیکنه په فیلم انکس کې


ویبلاګ لیکنه په فیلم انکس  کې بېلابېل مزدونه لري. هر ویبلاګ لیکونکی یو انټرنټي ټلویزیون د خپلو ویبلاګونو د کوربه توب لپاره تر لاسه کوي. ویبلاګ لیکونکی د خپل ټلویزیون په هره پاڼه کې د تبلیغاتو په ګرځېدو سره عاید لاس ته راوړي. عایدات د لیدنو او مؤثریت په اساس دي، نو هرڅومره چې د کارونکي ویبلاګونه زیات وي نو په هماغه اندازه به یې عاید هم لوړ وي.


د ویبلاګ لیکونکي د لیکنې د وړتیا او نفوذ درلودلو په اساس، کېدای شي د فیلم انکس  ټیم له ویبلاګ لیکونکي څخه وغواړي چې د یو همکار په حیث د انیکس د مطبوعاتو سره یو ځای شي او د هر ویبلاګ لپاره چې یې لیکي مزد تر لاسه کړي. د لیکنې قوي وړتیا، په زړه پورې مقالات او له هغه معلوماتو نه پوهاوی له تاسې سره مرسته کوي تر څو یو غوره لیکونکی شی.


که تاسې په فیلم انکس  کې ویبلاګ لیکونکی یاست او یا له تاسې نه غوښتل شوي چې د انیکس د مطبوعاتو لپاره لیکنه وکړی، کولای شئ خپل مطالب په دې ډول پیل کړی.


۱- لمړنی شی چې تاسې ورته اړتیا لری په فیلم انکس  کې نوم لیکنه ده.


۲-  د کارونکي نوم او پاسورډ(کوم چې تاسې خپله جوړ کړي) نه په استفادې سره خپل اکونټ ته داخل شئ.


۳-  خپل د پروفایل د پشپړولو لپاره په هغه کې عکس، بیوګرافي او خپل د اړیکو نیولو معلومات ور زیات کړئ.


۴-  په « زما د انټرنټي ټلویزیون مدیریت» باندې په کلیک کولو سره خپل انټرنټي ټلویزیون بشپړ کړی ( دا بټنه ستاسې د پروفایل په پاڼه او یا د ښه راغلاست ویلو په فهرست کې ښی خواته په شین رنګ لیدل کېږي).


۵- کله چې سییتم ته ننوتی، خپله پاڼه کې د « د نوی ویبلاګ لیکل» په برخه باندې کلیک وکړئ.


۶- خپ ویبلاګ د ویبلاګ د ایډیټر په برخه کې ولیکئ! کوښښ وکړی هغه ته ښه عنوان ورکړی، مناسبې علامې وټاکی، که چېرته مناسبه وي نو انځور او یا فیلم ورزیات کړئ. اوس مهال مونږ تاسې ته یوازې د فیلم انکس  د فیلمونو د ایښودلو اجازه درکوو. دا کار تاسې کولای شی د www.filmannex.com  نه د یو فیلم په ټاکلو سره سر ته ورسوی. د دې کار د کولو لپاره په عیاره شوې بټنه (چې د همدې کار لپاره عیاره شوی) باندې کلیک وکړی، موجود کود کاپي کړی او د Editor په کړکی یې Paste کړئ.


۷-  خپل ویبلاګ ثبت کړئ او بیا یې خپور کړئ.


۸-  خپل ویبلاګ په عامو رسنیو کې لکه facebook, twitter, google+ کې ګډون ته کېږدئ.


اضافی معلومات:


فیلمونه خپل انټرنټي ټلویزیون ته اختصاص ورکړئ: دا فیلمونه زمونږ د خلاصو فیلمونو له بانک نه وټاکئ او له یو فیلم جوړونکي نه د اجازي غوښتنه وکړئ ترڅو فیلمونه یې خپل انټرنټي ټلویزیون ته ور زیات کړی. تاسې کولای شی دا فیلمونه د خپل ویبلاګ سره لینک کړی.


خپل ویبلاګ په یو اړوند کانال کې لکه "تحصیل"، "روغتیا"، "سوداګري" او نورو کې کېږدئ.


د دې لپاره چې خپل ویبلاګ د پلټنې د ماشینونو لپاره مطلوب وګرځوی، د مناسبو کلیدی الفاظو نه د متن په ټولو برخو کې کار واخلئ. دلته څو لارښونې ستاسې په متن کې د کلیدی الفاظو نه د مؤثرې استفادې د څرنګوالې په اړه ذکر شوي دي.


کوښښ وکړی ترڅو اصلی کلیدی ټکی د عنوان په پیل کې وکاروی. او یا یې په عنوان کې شامل کړی.


کوښښ وکړی چې کلیدی ټکي د اصلي متن په پیل کې ( په اول پاراګراف یا څو اولو جملو کې ) و وېشئ. د پلټنې ماشینونه ۲۵۵ اول ټوري د شباهت ورکولو لپاره شمېري.


ځینې کلیدی ټکي د ویب له پاڼې سره وصل کړئ.


مهم کلیدی ټکي په خپل ویبلاګ کې څرګند کړئ.


آیا ستاسې ویبلاګ د ۲۰۱۲ کال د ولسمشری د ټول ټاکنو په اړه دی؟ نو د کلیدی ټکو نه لکه "د ولسمشری ټول ټاکنې"، "بارک اوباما"، "میت رومنی" استفاده وکړئ.


که چېرې تاسې د انیکس مطبوعاتو ته لیکنې کوی او یا که مشخصه موضوع تاسې لپاره ټاکل شوې ده، نو داسې کلیدي کلمې شته چې تاسې ورنه د پلټنې د را جلبولو او یا په خپل ویبلاګ کې د ګڼې ګوڼې د مینځ ته راوړلو لپاره کار واخلی. دا لست ستاسې د غوښتنې په اساس د info@filmannex.com  له خوا تاسې ته درکول کېږي.


 



About the author

alimahboob

Ali Reza Mehrban is from Afghanistan.He was born and lived in Iran with his family,and they return back into Afghanistan in 2002.Ali graduated from Tajrobawi High school of Herat-Afghanistan.Now he is bachelor of Software Engineering from Computer science of Kabul University.He has been working as project coordinator of Afghan Citadel…

Subscribe 0
160