محروميتونه، لاملونه او پايلې يې

Posted on at


 


 


له يوې پولنډۍ نجلۍ  سره په مزار ښار کې پر لاره روان وم، نجلۍ کشيه نومېده، هغې به کله شاته وکتل کله به ودرېده او تر ډېره به يې يوه لوري ته کتل، کله به يې وخندل. زما ور پام شو، ورته ومې ويل: دا څه چلونه کوې!؟ که موږ اروپا ته در شو او دغسې وکړو نو خلک به وايي خير دی ناديده دي څه يې ندي ليدلي، ته د يوې پرمختللې ټولنې نجلۍ کټ مټ د ناديدوو چلونه کوې، شاته و مخته ګورې، ودرېږې او بيا وخاندې..


ويې خندل، ويل يې ناديده به يم يا به نه يم خو ما هاغه دوه هلکان څارل، په هغې نجلۍ پسې تر ډېره شاته شاته روان ول او د هغسې رد يې نيولی و، کته و پورته يې ورته ليدل. بيا مې تاته خندا راغله، تا هم په هاغې مېرمنې پسې څو وارې شاته ور وکتل.


ما ورته وخندل، ورته ومې وېل: ما مېرمنه نه څارله، له هغې سره هغه ماشوم ډېر نظيف او ښکلی و، هغه مې سترګې ونيولې.


کشيې بيا وخندل.. نوموړې ته دا ډېره جالبه وه چې افغان ځوانان نجونې په څومره شوق، ذوق او خوند څاري، که نجلۍ په هره لاره روانه وي دوﺉ ورپسې وي او خپل کار ترې هېر وي.


***


تاند خبري ويب سايټ، د سپټمبر په يوويشتمه   په هند کې د کمپيوټر ساينس پوهنځي د درېيم کال محصل، عبدالحميد د ځان وژنې راپور خپور کړ.



 


د راپور پر اساس، عبدالحميد ته د خپلې خوښې نجلۍ له لوري منفي ځواب ورکړل شوی و او د نوموړي د مينې وړانديز يې رد کړی و نو يې ځکه په خپله خونه کې په څادر ځان راځړولی و. د راپور تر خپرېدو وروسته ګڼ شمېر خلکو د دغه ځوان دغه کړنه په بدو ټکو وغندله، ځيني وايي نوموړي نه بويه دا کار کړی وای ځکه ده ته به يې کورنۍ بلها امېدونه ساتلي و، بلها مصرفونه به پرې شوي وي تر څو خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي. ځکه د هېواد مخې ته پراته اقتصادي، سياسي او ټولنيزې ناخوالې يوازي د همدغو کدرونو او لوستې طبقې له لوري حل کېدای شي نو دوﺉ ته نه ښايي چې په ورته نازکو حالاتو کې په نفسياتي خواهشاتو پسې لاړ شي او له اصلي مسيره واوړي. 


زما په اند د خلکو ټولې اندېښنې او خبرې پر ځای دي خو دلته عبدالحميد ملامت ندی، دی په يوه محرومه ټولنه کې پاتې شوی دی، دلته له ښځينوو په تېره نجونو سره خبرې کول غټه خطا ده او په پوره توګه محروميت دی نو بيا کله چې د دغسې يوې بندې ټولنې وګړی د هند پشان ازادې ټولنې ته ور ګډ شي بيا ترې هر څه خطا وي.


د عبدالحميد ځان وژنه د ټولو هغو محروميتونو نتيجه ده چې ده ته خپلې ټولنې ورکړي دي او دی يې دې ته ندی پرې ايښی تر څو ازاد ژوند وکړي او ازاد واوسيږي.



 


د يادونې وړ ده دا لومړی ځل نده چې يو افغان محصل له هېواده بهر په ځان وژنې، جنسي تېري او  ورته نورو جرمونو لاس پورې کوي بلکې تر دې وړاندې هم يوه افغان محصل پر يوې هندۍ نجلۍ په خپل کرايي کور کې جنسي تېری کړی دی چې ورته کړنې د دواړو لوريو پر ژوندانه خورا منفي اثر کوي او وروسته پاتو ته يې ابدي شرم پاتي کېږي.


دا او دې ته ورته کړنې ټولې د هغو محروميتونو پايلې دي چې په افغاني ټولنه کې موجود دي. پکار ده چې ځوان او لوستی نسل د جنسي توپيرونو، د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي، هر اړخيزو محروميتونو او نورو ناخوالو مخه ډب کړي او د اسلامي شريعت په رڼا کې يوه ازاده ټولنه را مينځته کړي تر څو هر وګړیپکې ازاد کار وکړي، ازاد ژوند وکړي او ازاده ساه واخلي.



 


TAGS:


About the author

IsmatKhan

I am CEO & founder of a tours company in Afghanistan named ITA. Was born in Mazar-e sharif, still living here. graduated from Bakhtar high school and looking forward to go to university very soon maybe in Afghanistan or abroad. Love to read, write, work and play cricket.

Subscribe 0
160