:دملي یووالي په ټینګنښت کی درسنیورول

Posted on at


 


رسنۍ چی دیوهیوادڅلورمه قوه ګڼل کیږي هغه وسیلی دي چی دخلکوترمنځ دارتباطاتواواړیکو ټینګولو سبب ګرځي اودوی دیوبل له دود،دستورفرهنګ دین ،مذهب څخه خبروي .رسنۍ نه یوازی داچی خلک دپیښواوواقعاتوڅخه خبر ساتي بلکی کولای شي چی خلک ملي وحدت اویووالي ته راوبولي اودقومونوترمنځ شته ستونزي له منځه یوسي که چیری رسنۍ دملت پالنی په اساس خپرونی وکړي نه دقوم ،ژبی،سمت اومذهب په اساس نوبی له شکه چی دابه دملي وحدت په لور یوستر ګام وي .



 


  


داچی زمونږګران هیواد افغانستان کی دپرله پسی جګړوله امله دځینوشته قومونو ترمنځ یوڅه بی باوري رامنځ ته شوی دي نو پکارده چی دملي یووالي لپاره کوټلي ګامونه واخیستل شي چی پدی کی درسنیوکه هغه چاپي وي اویاتصویري رول ډیرمهم دی ځکه رسني کولای شي چی دخلکوذهنونه په یوه مثبت لورروان کړي .


 



  


رسنۍ بایدچی ملي ګټی له شخصي ګټوڅخه غوره وګڼي اوخپل اسلامي اوافغاني رسالت سرته ورساوي له بل خوارسنۍ بایدهغه څه خپاره کړي چی قومونه سره نږدي کړي اوله هغه څه څخه چی ملي وحدت ته زیان رسوي اویووالی له منځه وړي مخنیوی وکړي ،رښتیا ته بایدرښتیا ووایی اودروغوته دروغ ووايی ملي ګټی بایددقومي ،ژبنیوسمتی اوګوندي ګټوقرباني نکړي ،چی پدی برخه کی هم درسنیومسولین اوهم دولت کلکه پاملرنه وکړي چون دولت اوخصوصا داطلاعاتواوفرهنګ وزارت پدی برخه کی مسولیت لري ترڅو درسنیوڅخه په کلکه څارنه وکړي ترڅودهغوی دقانون څخه سرغړونه ونه کړي اوهغه رسنۍ چی سرغړونی کوي باید مخنیوی وشي هغوی ته باید خبردارۍ ورکړل شي که بیاهم تکرارکړي بایدچی جریمه اوحتي دامکان په صورت کی نشرات بندکړای شي اومسول کس قضایی اوعدلي ارګانونوته معرفي شي البته داپه دی معنی نده چی دادرسنیوسانسوردی بلکی داهغه موارد دي چی کله دیوی رسنۍ مسولین درسنیوقانون اواساسي قانون خلاف کړنی ترسره کړي.همدارنګه باید ژورنالستان دخپل مسلک داصولواواخلاقوته په پاملرنی اودقانون په مطابق خپلی چارې پرمخ یوسي ځکه همداژورنالستان دي چی همیشه دقانون سرغړونکي خلکوته ورپیژني اود ددولت اونورواشخاصوناقانونه کړنوڅخه پرده پورته کوي.


 



 


  


له بلی خوا رسنۍ بایدهغه نقطی پیدا اودله منځه وړلولپاره یی هڅی وکړی دکومو په واسطه چی په هیواد کی دولسونو ترمنځ دنفاق مرض پیداشوی دي ،رسنۍ بایددملي وحدت ګټی خلکوته معرفي کړي اووښیی چی افغانانو کومی لاسته راوړنی په تاریخ کی لرلی اوکوم اوج ته رسیدلي وه.


البته داټول په هغه صورت کی ممکن دي چی درسنیوکارکوونکي اوژورنالستان پوه اومسلکي خلک وی خپل مسلک ،دندی ،هیواد اوملي ګټوته ژمن وي اوپه خپلوخپرونوکی اعتدال په نظرکی ونیسي.


لیکوال :عبدالرحمن الکوزي



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160