دافغانستان جغرافیوی موقعیت ددی سبب شوی دی چی دترانزیت په لار کی ګاونډیو هیوادونو ته محتاج وي ځکه چی په وچه کی راګیر هیواد دی بحرته لارنه لري اوهغه ګټی چی نورهیوادونه یی دبحر څخه لاس ته راوړي زمونږ هیواد تری بی برخی دی لکه دبیړیو په وسیله دمالونو انتقالول .
سره ددی چی دافغانستان دوه ستر ګاونډي هیوادونه پاکستان اوایران بحرته لارلري او دهیواد ډیر زیات واردات اوصادرات له همدی دوه هیوادونو دلاری دنوری نړۍ سره سرته رسیږی مګر زمونږ سیاسي وضعیت همیشه له دغو هیوادونو سره زمونږ اړیکی خړی پړی کوي چی دابیاپه اقتصادي وضعی هم بده اغیزه لري.
ددغو دواړو هیوادونو همیشه هڅه کړی ده چی له خپلو موقعیتونوڅخه سیاسی ګټه پورته کړي او وخت ناوخته یی دافغان سوداګرومالونه بی له کوم دلیل څخه په خپل خاوره کی دروي چی سوداګروته په کراتوکراتو په میلونو ډالرو تاوان اوختی دی .
سره ددی چی دغو هیوادونو له افغانستان سره ترانزیتی تړونونه لاسلیک کړي دي مګرهمیش یی تری سرغړونه کړی ده له بل پلوه دسوداګروڅخه په مختلفونومونو غیر قانوني پیسی اخیستل کیږي.
داچی افغانستان په مستقیمه ډول بحرته لارنه لري نوددی پرځای داغوره دی چی باید له بلی لاری کارواخیستل شي چی دریل ګاډي پټلی ده .
دریل ګاډی پټلی چی کارونه یی په شمال کی روان دي کولای شي زمونږ دشمالي ګاونډیو سره یوه ښه ترانزیټي لاره شي چی داکولای شي هغه اتکاء چی اوس یی افغانستان په خپل شرقی اوغربی ګاونډیولري راکمه کړي له یوی خوابه دادهیواد په اقتصادي وضعی ښه اغیزه ولري اوله بل پلوه به دهیواد په سیاسي وضعی هم مثبته اغیزه وکړي ځکه دشمال لاربه دغه دواړه هیوادونه دیته اړکړي چی دنړیوالی سوداګری اصول مراعات کړي او هغه افغان سوداګر چی ددغوهیوادونو له لاری مالونه انتقالوي ستونزی یی راکمی شي.
په دی وروستیوکی افغانستان وکولای شول چی داورګاډی دپټلۍ نړیوالی ټولنی غړیتوب ترلاسه کړی چی داټولوهیوادوالو اوپه ځانګړي ډول سوداګروته یو ښه خبردی .
خو دټولګټو وزارت وایی که چیری افغانستان په یوه کال کی ټاکل شوي شرایط پوره نکړي نو داغړیتوب به بیرته له لاسه ورکړي.
نو له دولت باید چی هرڅومره کولای شي دغو ځمکنیولارودپراختیا لپاره هلی ځلی وکړي ځکه کولای شي دهیواد په اقتصادکی رغنده رول ولري.
لیکوال :عبدالرحمن الکوزي