میړه مړ کړه خومیړانه ئ مه وژنه

Posted on at


  وروسته تردی چی ډاکټر اشرف غنی احمدزی دهریو بل افغان رئیس جمهور اویاهم ددی منصب لیواله کس په څیر ارګ ته د ورننوتلو لپاره یو یو قاتل اوجنګی مجرم په خپلو معاونینو کی نیولی دی اویاهم یاد نوماندان خپله دوژونو، تښتونو اوخیانتونو ستر مصدرونه دی،نو فکرکوم چی دافغانستان په اوسنی شرایطو او روانو حالاتو کی دهغه چا لپاره چی په رشتیاهم غواړی رئیس جمهورسی اودیوی معاملی اویاهم په وروسته کی ورته دامتیازاتو ورکولو په خاطر قوی اومخکښ ګوندونوته دتیریدو په پلمه یی ځانونه،نه وی کاندید کړی



بله چاره نلری غیر له یو داسی ائیتلاف څخه چی ګوړه اومورچک سره ګډ نکړی، خو زما په فکر ښاغلی ډاکټرصیب  دافغانستان په تاریخ کی دلومړی ځل لپاره په اول قدم کی یو غټ دستاینی وړ کاردا وکړئ چی یوقاتل اوخاین یی پدی قانع کړئ چی ته کومه ښه سابقه نلری اوتول عمر دی په خیانتونو اوقتلونو تیرکړی دئ اوهمدارنګه یی وپوهوۍ چی دیو جنګی مجرم په صفت  که څه هم افغان ولس تراوسه ددی جوګه ندی چی تا اوستا په څير نور په سلګونو جنګی مجرمین او قاتلان مجازات کړی نواقلا  بښنه خو یی په وغوښتل اوده ته یی دنن څخه لا دا قناعت ورکړئ چی ته یوقاتل،مجرم اوناپوه زماسره په څنګ کی ولاړیی چی



مظلوم افغانان دی همیشه خوږکړی، وژلی  اوزهیرکړیدی اوهرکله چی نوموړی جنرال یو چپ اویاهم دډاکټرصیب دخوښی خلاف حرکت کوی نو مهاریدل یی ځکه دفهیم اویاهم بل ملی جفاګر په نسبت اسانه دی چی دیوقهرمان،سترمجاهد اومقاومتګر اویاهم مارشال په صفت او نوم ورکونی سره دمعاونیت چوکئ ته کاندید نه دی،بلکی دیو چپاولګر،خاین دقتل اوغارت  سابقه لرونکی په صفت چی داصفت دهغه چالخوا ورکول سویدئ کوم چی  دریاست جمهورئ چوکئ ته پداسی حال کی کاندید دی چی دیاد جنرال دملاتړه پوره برخمند دی. او دښاغلی ډاکټر اشرف غنی دخوا څخه ورکول سوی نوم  نوموړی جنرال  هم منلی دی او پرمنلو سربیره یی ټول ولس ته دملامتۍ سرپه کښته کړیدی اوفکرا، یی په یاد جنرال  دده خپل پست حیثیت اوبی ارزښته مقام مخکی ارګ ته تر ننوتو په پیژندلئ دی ، خو نه داسی لکه  جناب کرزی صیب چی دده په څیریو بل ملی ټول وژونکي ته دمارشال لقب ورکړی



اوخپله ده ته په  یو ویډیو کی دډیر تملق سره  خاندی او ورته وای ښاغلی جنرال صیب زموږ ټول کندهاریان تاسو په ملی قهرمان پیژنی اوتاسی ته ډیر احترام لری،یعنی هرڅه ولس مو راوژلی اوژوندی ترخاورو لاندی کړی دی په بدل کی تاسو زموږ په کورو  کی په ستر قهرمان په موږ پیژندلی یاست نو که څوک پدی خبره کی لږ فکر اوتحلیل وکړی



نو بیابه هیڅکله داسی ونه وایی چی په کرزی پسی به وژاړۍ په هغه صورت کی که چیری دښاغلی کرزی ځای ناستئ ډاکټر اشرف غنی سی .یعنی تراوسه خو چی یی دفعالیت برخه ګورو دښاغلی ډاکټرصیب کومه ابتداء ترائیتلاف وروسته په ساکن نه ښکاری،نو  زموږ دولس، ملک اودین په چاروکی باید ورته دکامیابۍ لاس په دعاسو اوددی اول نیک کارسره یی باید پرنیک شګون ونیسو چی ګوندی یو وخت به داسی هم راسی چی نه قومیت، نه جنګ سالاری، نه توپک توپک بازی وی بلکی یو صلحیز،ښیراز ،دهر پلوه پرمختللئ او سرلوړۍ جانان افغانستان ولرو خو دا ارمان مو هله پوره کیدایسی چی په رأس کی د ډاکټراشرف غنی غوندی اکاډمیک اوښه لرلید لرونکی خلګ ولرو څو په چټکئ سره اصلاحات راوستلایسی اوداناولی دودونه چی نن یی پراساس ټاکنی او پوسټونه توزیع کیږی دمنځه ولاړسی.


 



About the author

SadiqNasrat

Nasrat Barakzay was born in 1990 in Kandahar province Afghanistan, graduated from Imam Abu hanifah high school in 2009.he has received scholarship for studying abroad in Cairo university Egypt. Right now he is in 2nd year of faculty of Medicine in Cairo University.he is able to speak Pashto,Dari,English,Arabi and Urdu.…

Subscribe 0
160