د ښو دوستانو ځانګړنې.

Posted on at


د دوست-ملګري درلودل او د هغه د دوستانه عاطفي اړیکو څخه خبرېدل؛ یو انساني ضرورت دی. خو راسئ وګورو چې پر کومو معیارونو باندې باید د ملګري-دوست ټاکنه وسي؟ یو ښه دوست-ملګری کوم دی او د یوه ښه دوست په انتخاب کې باید کوم معیارونه په نظر کې وه نیول سي؟ ددې هرڅه لپاره د اسلام دین زموږ لپاره ښکلي لارښوونې لري.
د دوستۍ درې شرطونه
د دوستۍ لپاره ترهرڅه مخکې درې آساسي شرطونه دي، چې پر نورو باندې باید مقدم وګڼل سي او تر نورومخکې مراعات کړل سي. هغه کس د دوستۍ وړ دی چې:
1. د هغه سره لیده-کاته تاسې ته الله ج در په یاد کړي؛ یعنی، د هغه ملاقات باید د خدای ج د ذکر سبب وي. 
2. د هغه هره وینا باید ستاسې د علم-معلوماتو د زیاتوالي باعث سي او د هر کلام –وینا څخه یې تاسې ته نېکه ثمره وه رسیږي. 
3. د هغه هره کړنه-عمل تاسې ته آخرت در په یاد کړي؛ پداسې ډول چې ستاسې پر اعمالو-کړنو باندې آخرتي رنګ ووهي.
که مو پر پورتینو درو ذکرسویو شرایطو وړکس وه موندی، کوښښ وکړی د هغه سره دوستي برقراره کړئ او دداسې کس وجود د ځان لپاره غنیمت وه ګڼی؛ او کنه و، نو بیا تل د همداسې کسانو د دوستۍ-ملګرتیا په لټه کې اوسئ. تر هغو چې مو ددغسي ځانګړنو سره کوم کس نه وي موندلی، په ساده ګۍ سره د هغه دوستي مه ټینګوئ. د دوستۍ فضاء د معنوي کمالاتو څخه د استفادې یوه غورهغه ده او باید چې د دیندارۍ، بندګۍ، اخلاقي او علمي ودې د زمینه سازۍ سبب سي. 
دداسې دوستۍ په مقابل کې چې د اخلاقي انحطاط، ديني-دنیوي فسادونو د زمینه سازۍ باعث ګرځي، دوستي نه ده؛ بلکه دښمني او عداوت دی او دداسې دوستیو څخه باید چې په ټینګه پرهیز وکړل سي.



About the author

safatullah-bahier

Safatullah Student

Subscribe 0
160