Buzz Score دانیکس فیلم

Posted on at


لیکل شوي په ۲۰۱۲ کال ۱۶ د می ۱۵:۵۳ دقیقې


بُز سکور څه شی دی؟


Buzz Score دانیکس فیلم د وسایلو څخه یو دی چې ستاسې د مطالبو وسعت او مؤثریت د انټرنټ په مخ اندازه کوي. هرکله چې تاسې په خپل بلاګ یو مطلب لیکی او هغه د ټولنیزو شبکو له لارې ګډون ته ږدی، تاسې نور را جذبوی او هغوی متأثره کوی. Buzz Score ستاسې د خپرو شوو مطالبو شمېر ستاسې د بلاګ په مخ او همدا شان د هغوی وسعت د نورو شبکو لکه فیس بوک، ټوییټر، ګوګل پلس او انیکس فیلم په مخ څېړي. هغه کارونکې چې وکولای شي د Buzz Score په مخ لوړې نمرې وګټي، د انیکس د نشریي د مسلکي ویبلاګ لیکونکو سره د یو ځای کېدو چانس لري او د خپلو ویبلاګونو په بدل کې به عاید لاس ته راوړي.


د Buzz Score لس غوړه د لوړو نمرو ګټونکي به هره میاشت د ګڼ شمېر ویبلاګونو د لیکلو حق ولري. د یادولو وړ ده چې انیکس فیلم نه یواځې د مقالاتو په لیکلو د پیسو امتیاز ورکوي، بلکه تاسې یوه برخه د هغه عاید نه چې ستاسې په انټرنټي ټلویزیون د تبلیغات له لارې لاس ته راځي هم تر لاسه کوی. ډېر مواد یا محتویات د ډېروسعت لامل ګرځي او ډېر وسعت د ډېر عاید د لاس ته راوړلو لامل ګرځي.



  • هغه ویبلاګ لیکونکې چې Buzz Score یې ۱۰۰ وي  ۴۰ $ به لاس ته راوړي.

  • هغه ویبلاګ لیکونکې چې Buzz Score یې ۵۰ وي  ۲۰ $ به لاس ته راوړي.

  • هغه ویبلاګ لیکونکې چې Buzz Score یې ۳۰ وي  ۱۰ $ به لاس ته راوړي.


که د Buzz Score په اړه کومه پوښتنه لری کولای شی په info@filmannex.com  مونږ سره اړیکه ونیسی.


د Buzz Score ګټې - Buzz Score تاسې لپاره څه په لاس راوړي؟


تاسې د یو ویبلاګ لیکونکي په حیث، شاید په هر ټکي یا په هر ویبلاګ د معینو پیسو په لاس ته راوړلو عادت اوسی، پرته له دې چې ستاسې د مطالبو ټولنیز وسعت په انټرنټ کې نظر کې ونیول شي. که تاسې د انیکس د نشریي لپاره بلاګ لیکنه وکړی، تل به د پرمختګ او د عاید لاس ته راوړلو چانس تاسې ته میسر وي. کله چې ستاسې Buzz Score پورته لاړ شي، تاسې به ډېرې پیسې لاس ته راوړی. په پیل کې شاید د هر بلاګ لپاره  ۱۰ ډالر لاس ته راوړی، مګر کله چې ستاسې Buzz Score پورته لاړ شي کولای شی تر ۴۰ ډالرو پورې پیسي د هر بلاګ په بدل لاس ته راوړی.


سربېره پر دې، انیکس فیلم به تاسې تا یو انټرنټي ټلویزیون په وړیا توګه در کړي چې تاسې کولای شی د هغه د ویډیوګانو مسؤل یا متصدي اوسی. له دې لارې تاسې کولای شی له هغه اعلاناتو چې د ویډیو ګانو په مخ یې ږدی ګټه لاس ته راوړی.



About the author

alimahboob

Ali Reza Mehrban is from Afghanistan.He was born and lived in Iran with his family,and they return back into Afghanistan in 2002.Ali graduated from Tajrobawi High school of Herat-Afghanistan.Now he is bachelor of Software Engineering from Computer science of Kabul University.He has been working as project coordinator of Afghan Citadel…

Subscribe 0
160