CBS NEWS,How a SEAL's whisper saved the bin Laden raid, The Afghan Perspective (Dari)

Posted on at


      په دی اونی کښی د (سی. بی. اس. نیوز) د تلویزیون په یوه مرکه کښی د اسامه بن لادن د مړینی په هکله یو رپوټ خپور شوی دی. په دی رپوټ کی د دی تلویزیون خبریال له هغه کمانډو سرتیری سره مرکه تر سره کړی ده چی د اسامه د مړینی په عملیاتو کښی ښکیل وو، نو ځکه ما هم وغوښتل چی په دی اړه یو څه ولیکم.



      دا سرتیری د بن لادن له مړینی وروسته یو کتاب د (سختی ورځ) په نامه لیکلی دی. په دی کتاب کی یی د بن لادن د مړینی په هکله ډیر معلومات لیکلی دی، خو دا معلومات د نورو سرچینو له معلوماتو سره ډیر سمون نلری او یو څه توپیر پکښی لیدل کیږی.



      په دی کتاب کی د اسامه د مړینی په هکله داسی لیکل شوی دی چی لومړی یو سرتیری په ډیری چټکی سره ځان د اسامه و کوټی ته ورساوه او هلته یی اسامه په وینو ککړ ولیده چی لا ژوندی وو او یو څه حرکت یی درلوده او په هغه سرای کی، دوی ښځی هم موجودی وی، هغه سرتیری، ښځی ګوښی ته کړی او پر اسامه باندی یی نوری ډزی هم وکړی تر څو چی بی حرکه شو. په دی کتاب کی د بن لادن د ژوندانه او د مړینی د ځای په هکله داسی لیکل شوی دی چی اسامه د پاکستان په پلازمینی کی په یوه منطقه کی د (ابیت آباد) په نامه کی اوسیده او د پاکستانیانو به مرسته یی هلته ژوند کاوه.



      دا په دی معنی ده چی ترورستان په پاکستان کی روزل کیږی او هلته اوسیږی مګر جګړه په افغانستان کی ترسره کوی او بیا پاکستان وایی چی موږ له افغانانو سره دښمنی نه لرو تاسی پخپله قضاوت وکړی چی تر دی لویه دشمنی چیرته وی؟ زموږ دشمن د افغانستان د ورانی په هکله، هلته روزل کیږی تر څو زموږ بیچاره خلک د دوی د ځانمرګی بریدونو په واسطه ووژل شی او دوی د دوستی ناری وهی.



      په افغانستان کی ځانمرګی بریدونه د اسامه بن لادن او القاعده په واسطه را منځ ته شوی دی او دوی د لومړی ځل لپاره دا کار په افغانستان کی وکړ. دوی د دی بریدونو په واسطه په افغانستان کی ډیر کسان ووژل او زموږ حکومت ته یی ډیر خنډونه جوړ کړل تر څو دا وطن سوله او آبادی ته ونرسیږی.


      د بی ګناه خلکو وژل او د ځانمرګو بریدونه تر سره کول پر ملکی او بیوزلو خلکو باندی یو غیر انسانی او اسلامی عمل دی. ځکه چی په اسلام کی د بی ګناه خلکو وژل ناروا دی.    


        



About the author

TajMohammadAnwari

This is Taj Muhammad Anwari, son of Abdul Wali. I was born on 22/8/1981 in Heart Afghanistan, from 1983 to 1992 I lived in Kabul with my family, and then we returned to Heart province. I studied primary school in Kabul and I continued the remnant in Heart and…

Subscribe 0
160