په انیکس فیلم کې د مطالبو د ودې لپاره د Google+ نه استفاده

Posted on at


دغه د پشتو وبلاگ د Use Google+ to Promote your Content on Film Annex په نامه دی.



لیکل شوي په ۵ د جون ۱۷:۴۷ دقیقې


له Google+ نه خپلو ملګرو سره د اړیکو لپاره استفاده وکړئ.Google+ تاسې ته اجازه در کوي چې پُستونه، انځورونه او فیلمونه په مستقیم ډول په خپل پروفایل کې ګډون ته کېږدی، تاسې کولای شی وټاکی چې دا پُوستونه تنها ځینو کړیو ته لکه ملګري، د کورنۍ غړي او همکارانو ته د لیدلو وړ وي او که هر څوک چې وغواړي. که تاسې خپل پُستونو په عمومي ډول نشر کړی او کوم څوک ستاسې د موضوع په اړه په Google کې پلټنه وکړي نو ستاسې پُست به ورته څرګند شي چې د تبلیغات په مقصد دا کار فوق العاده دی.


دلته څو لارښونې Google+ نه د استفادې د څرنګوالي په اړه ستاسې د مطالبو د ترویج لپاره په انیکس فیلم کې شته:


خپل د انیکس فیلم پروفایل خپل د Google+ اکونټ یا حساب سره وصل کړئ. د http://www.filmannex.com/auth2/socialreg2/ له لارې وصل شئ.همدا شان تاسې به یوډالر(۱$) هم ترلاسه کړی !


د Google+ په بټنې باندې په کلیک کولو خپل فیلمونه او ویبلاګونه خپل د فیلم په پاڼه یا ویبلاګ کې ګډون ته کېږدئ. همدا شان تاسې کولای شی لینک په مستقیم ډول خپل د Google+ په Wall کې پُست کړی. د مطالبو ګډون ته ایښودل ستاسې د ګډون نمرې د انیکس فیلم د احصائي په پاڼه کې زیاتوي.


د هش له Tags یا تګونو نه په خپلو پُستونو کې کار واخلئ. هغه د کلیک کولو وړ دي او د لټون د فیلتر لپاره ترې استفاده کېږي، نو احتمالاً ستاسې لینکونه ژر تر ژره د اړوند کسانو لاس ته ورځي.


د خپل انټرنټي ټلویزیون لینک د خپل پروفایل په شرح کې پُست کړئ.


د خپلو مطالبو د ودې لپاره یوه پاڼه جوړه کړئ. د فیس بوک Google+ شخصي پروفایل سربېره، تاسې کولای شی یوه د Google+ پاڼه جوړه کړی چې په هغه کې د خپل کار پورې اړوند لینکونه لکه ویډیوګانې او ویبلاګونه پُست کړی. ستاسې پاڼه به پلویان ولري چې تاسې کولای شی ورسره اړیکه ټینګه کړی د فیس بوک، ټوییټر او یا د Tumblr  د اکونټ غوندې. خپل د Google+ په پاڼه کې په Spread the World باندې کلیک کړئ ترڅو د خپلې پاڼې لینک په خپل شخصي پروفایل کې ګډون ته کېږدی.


که غواړی له چا څخه په خپل پُست کې یادونه وکړی، د @ له علامې د هغوی د تګ کولو لپاره استفاده وکړئ ترڅو ډاډمن شی چې هغوی ستاسې پُست ویني (که چېرې د ټویټر کارونکي یاست نو باید د دې وړتیا سره بلدتیا ولرئ).



About the author

alimahboob

Ali Reza Mehrban is from Afghanistan.He was born and lived in Iran with his family,and they return back into Afghanistan in 2002.Ali graduated from Tajrobawi High school of Herat-Afghanistan.Now he is bachelor of Software Engineering from Computer science of Kabul University.He has been working as project coordinator of Afghan Citadel…

Subscribe 0
160