په انیکس فیلم کې د LinkedIn نه استفاده د مطالبو د ودې لپاره

Posted on at


دغه د پشتو وبلاگ د Use LinkedIn to Promote your Content on Film Annex په نامه دی.




لیکل شوي په ۵ د جون ۱۶:۲۹ دقیقې


له LinkedIn څخه د خپلو دوستانو، همکارانو، هم  ټولګیو او هم مسلکانو سره د وصل کېدو لپاره استفاده وکړئ. LinkedIn یوه مسلکي شبکه ده چې په هغه کې تاسې کولای شی د خپل شغل پورې اړوند معلومات، زده کړې، شرکت او صنعت د ګډون لپاره کېږدی. همدا شان تاسې د خپلو ارتباطاتو د ودې لپاره کولای شي ګروپونه یا ډلې جوړې کړی او یا ورسره یو ځای شی. LinkedIn د مسلکي اړیکو او ارتباطاتو غوره لار ده.


دلته څو لارښونې د LinkedIn نه د استفادې د څرنګوالي په اړه ستاسې د مطالبو د ترویج لپاره په انیکس فیلم کې شته.


د خپل انټرنټي ټلویزیون لینک په خپل پروفایل کې د ویب سایټ د برخې لاندې پُست  کړئ.


د بکسې په واسطه « یو اپډیټ پُست » د خپل ویبلاګ لینکونه، ویډیوګانې او لیکنې پُست کړئ. هغه به ستاسې د خبر ویلو په برخه کې د لیدلو وړ وي. همدا شان تاسې کولای شی خپل LinkedIn د خپل ټویټر د اکونټ یا حساب سره وصل کړی ترڅو ستاسې ټول ټویټونه په اتومات ډول ستاسې د LinkedIn په پروفایل باندې پُست  شي.


د مختلفو ډلو سره چې ستاسې د کار او صنعت پورې مربوط دي یو ځای شئ او خپل فیلمونه، لینکونه او خپل د ویبلاګ لیکنې په کې پُست کړئ. همدا شان تاسې کولای شی د ګروپونو یا ډلو له لارې په بحث او خبرو اترو پیل وکړی او خلک خپل د کار سره آشنا کړی.


د چا سره چې په ارتباط کې یاست د فیلمونو د لینک او د ویبلاګ د لیکنو نه ورته یو پیغام ولېږئ.


که تاسې شرکت جوړ کړی وي، هغه د شرکتونو په برخه کې ورزیات کړئ او د خپل شرکت د پاڼې لینکونه پُست کړئ.



About the author

alimahboob

Ali Reza Mehrban is from Afghanistan.He was born and lived in Iran with his family,and they return back into Afghanistan in 2002.Ali graduated from Tajrobawi High school of Herat-Afghanistan.Now he is bachelor of Software Engineering from Computer science of Kabul University.He has been working as project coordinator of Afghan Citadel…

Subscribe 0
160