ما یو مستنده فلم وکتلو چی ما ته ډیر جالبه وو٬ د فلم موضوع د اخیستلو آسانیتاوی د انټرنټ له لاری وو. څرنکه چی په دغه فلم کی ویل شوی دی٬ اخیستل په واقعی توکه باندی ډیر وخت نیسی او ځورونکی دی. ځکه چی د یو خوا نه د خپل زړه خوښی شی موندلو لپاره ډیر وخت نیسی او یا هم شاید د خپل زړه خوښی شی و نه موندی.
ځکه کله چی تاسو اخیستلو ته بازار ته ځی باید په ځو دوګانونو چی د خپل زړه خوښی شی پسی وګرځی او ځینی وختونو تاسو دومره په یو شی پیسی چی تاسو ستړی کوی او بلاخره مجبوره کیږی چی هغه شی چی ستاسو د زړه په خوښی هم نه دی واخلی او مطمئنه یم چی تاسو ته دا ډول اخیستنه ښه نه ده.
او هم هیر نشی چی ځینی وختونو د خپل زړه خوښی شی پسی په یو دوګان کی دومره ګرځی چی حتی د دوګان خاوند هم ستړی کوی او هم شاید ځینی وختونه رامخته شی چی د دوګان خاوند تاسو ته کوم شی ووایی چی ستاسو باندی ښه ونخوری.
لکه یو سړی غوندی په مستند فلم کی چی مخته می وویل هغوی د دی نه شکایت درلودلو چی ډیر وختونه زه د اخیستلو لپاره دوګانونو ته ځم او د خپل زړه خوښی شی پسی یم٬ د دوګان خاوند څو ځلی زما نه پوښتنه کوی چی (ښاغلیه کولی شم ستاسو کمک کړم؟) او دا زما لپاره هیڅ ښه نه وو او زه یی د اخیستلو نه بیزاره کولم.
په دغه صورت کی زما په نظر باندی بهترینه لاره د اخیستلو لپاره٬ اخیستل د انټرنټ له لاری دی٬ ځکه چی د دغه لاری نه کولی شی په ډیره ساده تو که باندی په مختلفو سایټونو کی وګرځی او دخپل زړه خوښی شی وټاګی او هغه واخلی. او د دغه لاری نه کولی شی چی پرته د کوم رهنما سړی نه٬ د خپل زړه خوښی شی چی غواړی وموندی٬ او هغه هم په ډیر لږ موده کی چی تاسو ډیره په زړه پوری اوسی.
او د بلی خوا نه هغه وخت چی د شی اخیستلو په وخت کی په دوګان کی تیروی کولی شی په هغه وخت کی مو کوم بل کار وکړی ځکه چی ضرور نه دی چی څو ساعته او څو ورځی د اخیستلو لپاره تیری کړی. تاسو کولی شی په څو شیبو کی خپله اخیستنه خلاصه کړی پرته د دو نه چی چیرته ولاړ شی. مګر له بده مرغه په افغانستان کی دا ډول خدمتونه ډیر لږ دی او اخیستلو د انټرنټ له لاری نشی کولی مګر بهرنی اخیستنه کیږی.
ځکه چی زموږ ډیر تاجران خپلی اخیستنی د انټرنټ له لاری تر سره کوی. د مثال په توکه: څو کاله مخته زموږ تاجران مجبوره ول چی د شیانو اخیستلو لپاره بهرنی هیوادونو ته سفر وکړی او څو ورځی او یا هم شاید څو میاشتی د هغو شیانو موندلو لپاره وخت تیر کړی او هغه واخلی چی دا پخپله د وخت تیریدلو سبب او د ډیر لګښت سبب کرځی.
مګر نیکمرغه اوس زموږ په ګران هیواد افغانستان کی ډیر تاجران د نویی ټکنالوجی له لاری په ډیره آسانه توکه باندی د خپل زړه خوښی شی په مناسبه توکه باندی واخلی او د هغوی شی پرته د کوم ستونزی نه په ټاګل شوی وخت باندی د هغو لاس ته ورسیږی. چی دا پخپله یو لوی خدمت د خلکو لپاره په خاصه توکه باندی تاجرانو ته مو دی. او زه هیله لرم چی هغه ورځ ورسیږی چی زموږ هیوادوالان د شیانو اخیستلو لپاره نورو ښارونو ته ولاړ نشی. او دغه زمینه هغوی ته چمتو شی ترڅو چی خپلی ټولی اخیستني د انترنټ له لاری تر سره کړی٬ لکه آمریکایی او اروپایی هیوادونه غوندی.
که د انکس فلم کورنۍ سره یوځای شوی نه یاست د انکس فلم پاڼی یوځای کیدلو لپاره په دغه ځای باندی ټک ووهی.
او هم زما د انکس فلم اوسنۍ او مختنۍ بلاګونو لیدلو لپاره په لاندی لینک باندی ټک ووهی: http://www.filmannex.com/farhadhakimi