د اسلام مقدسه دین یو بشپړل دین دی٬ چی په ټوله نړی باندی حاکم دی٬ ځکه چی د هغه امتیازاتو نه برخه مند دی چی د حاکمیت وړتیا هم لری. انسان د پیدایښت ورځی نه تر اوسه ډیر ناوړه کارونه یی کړی دی٬ مګر خدای پاک په هر وخت کی یی هغوی ته پیامبر لیږدولی دی ترڅو چی هغوی رهنمایی کړی. په خلاصه توکه اسلام د نړی په ټولو ځایونو کی خپره شولو٬ مګر د وخت تیریدلو سره بی رنګه شولو ترڅو چی د محمد (ص) راتللو غږ د ټولو خلکو غږونو ته ورسیدلو٬ شریک راوړل٬ د نورو حقوقو تر پښو کول٬ د ښځو امتیازاتو نادیده نیول او غلام نیول هم د لویو کارونه نه یی ګڼل کیدل. نابرابروالی٬ کینه او جوړ شوی مرزونه له منځ نه ولاړل. جوړ شوی مرزونه یی چی توپیر او تبعیض د مسلمانانو په منځ کی وو٬ پیامبر (ص) د پاک خدای په کمک باندی یی له منځ نه بوتللو او د هغو پر ځای باندی یی تقوا راوړله.
او نن هم هغه شی چی د مسلمانانو په مینځ کی لیدل کیږی٬ د تقوا نادیده نیول او د مرزونو دومواری جوړول دی٬ تقوا یی نادیده نیولی او برتریت په اولس او نژاد کی وینی. هغه مرزونه چی د اسلامی هیوادونو مابینځ کی رامنځ ته شوی دی د مسلمان ضعیف والی ښوونکی دی٬ په دی مانا باندی چی حتی مسلمانان هم د خپل شخصی او وطنی ګټی په خاطر باندی کار کوی نه د دین په ګټه باندی. دوی د دین٬ ناموس او ورور دفاع پر ځای باندی د هغه شی نه دفاع کوی چی د هغوی په شان کی هم نه دی.
هغه موضوع چی اوس هم ټول ځوانان د ټګنالوجی او پرمختک نړی کی اذیت کوی٬ د توپیر او مرز رامنځ ته کول د هیوادونو دولتدارانو نه دی٬ زه پخپله په دغه توکه باندی د دغه توپیرونه نه رنج وړم.
د افغانستان او ایران اسلامی جمهوریتونه دوه اسلامی هیوادونه دی چی د سنتوو٬ دودونو او حتی په ژبه کی یو ډول دی٬ اوس مهال د هغوی مابینځ کی دا ډول کارونه لیدل کیږی چی نور کله په سترګو نه لیدل کیدل٬ دغه کارونه ټول ځوانان یی د اغیزی لاندی راوړی دی٬ صحیح ده چی دغه هیوادونه یوه ورځ یو هیواد وو او اوس مهال بیل شوی دی٬ مګر اصلی ټکی دا دی چی دغه دوه هیوادونه اسلامی هیوادونه دی او مرز جوړول د دغه دوه هیوادونو ترمنځه د اسلام په شان کی هم نه دی ځکه چی اسلام مرز نه لری.
او ځکه ټول مسلمان د یو بل سره ورونه دی او د مسلمانانو ورونو په منځ کی کوم توپیر نشته مګر په تقوا کی٬ چی څوک ډیره تقوا لری او هر چا ډیره تقوا درلودله هغه د خدا پاک سره ډير ارزښت لری.
ګرانو لوستونکو:
د هرات انکس فلم مختنیو لیکو لوستلو لپاره کولی شی لاندی لینک وګوری:
http://www.filmannex.com/herat-womensannex/blog_post