صبر او حوصله

Posted on at


صبر او حوصله
صبر او حوصله د الله (ج) یو له ډیرو لویو او سترو نعمتونو څخه دی چی یو انسان په ځانګړی توګه یو مسلمان د صبر او حوصلی خاوند وی او دغه خوی په ځان کی ولری چی د ژوند په ټولو چارو کچیری له صبر او حوصلی څخه ګټه واخیستل شی نو د ژوند په ټولو امورو کی به کامیابه او فعاله اوسی


 


.
صبر نه یوازی د انسان د بریالیتوب او هوښیاری نښه ده بلکی د یو انسان د شخصیت ښودونکی دی چی په کار کی له صبر څخه ګټه واخلی د مثال په توګه : یو شخص دی چی ډیر په غوسه دی او د غوسی په حالت کی انسان نه پوهیږی چی څه وایی اود ټولو خلکو سره بد جلند کوی او خپل شخصیت ته ضرر رسوی نو کچیری یو انسان په صبر ولری نو حتماً په خپله غوسه هم غالبیدلی شی او د یو ښه انسان په توګه جامعی ته تقدیم کیږی


.
صبر او حوصله هغه عمل دی چی له کور څخه نیولی تر ټولنی او د کار په امورو او بالاخره د ژوند په ټولو چارو کی استعمال شی موږ باید همیشه د صبر څخه ګته واخلو تر څو همیشه د خلکو او خپلو دوستانو په زړونو کی محبوبیت ولرو تر څو د ځان او د خلکو د خوشحالی سبب شی چون صبر او حوصله هغه نعمت دی چی الله (ج) تولو انسانانو ته ورکړی دی اما ټول خلک له دی نعمت څخه ګټه نه اخلی او د هغوی د ناکامی او بدبختی سبب کیږی او په فامیل او جامعه کی یو بی قدره انسان وی چی زیاتر ه هغه اشخاص چی صبر او حوصله نه لری د شیطان ملګری وی او شیطان هغه ناوړه کارونو ته هڅوی او همیشه له نورو سره په عادی خبرو کی جګړه کوی چی دده شخصیت ته زیات زیان رسوی او دده احترام کموی .
که څه هم صبر تریخ دی او نیجه یی ډیره خوږه وی ځینی خلک کله چی په یوه کار کی صبر او حوصله وکړی او زر یی نتیجه ونه وینی نو د صبر کولو څخه ډډه کوی اما داسی نه ده کچیری یو انسان صبر ولری نه کچیری په لومړی ځل ناکام شی نو حتماً په دوهم یا دریم ځل کامیابیږی نو باید همیشه د صبر ا و حوصلی څخه ګټه واخلو تر څو هم ددی دنیا د کامیابی سبب شی او هم د الله (ج) له صبورو بنده ګانو څخه اوسو او د جنت خاوندان اوسو


.



About the author

160