60 minutes on CBS,a worldwide mission of kids helping kids, the afghan prospective (Pashto)

Posted on at


انسان یو عقلمند موجود دی چې الله (ج) دیوه ځانګړی هدف لپاره پیدا کړی اوله نورو ژوو څخه یی فرق همدادی چی انسان فکر کولای شی اود خپل عقل مطابق ځان ته لارموندلای شی. تاسو خپل ژوند ته دیوی بیړی فکر وکړی چې په یوه بحر کې روانه وی که چیری دغه بیړی ځانګړی هدف ځانګړی لوری اوهدف ته درسیدولپاره خوراکی توکی اونوروسایل له ځانه سره ونه لری نو تاسې څه فکر کوی چې څه به کیږی؟ پرته له شکه بیړی به په اوبو کې داخو اخو ا ګرځی اوپه پای کې به یا دتوپان یا ټکر له امله ډوبیږی، یابه دنهنګانو خوراک کیږی یابه همداسې دبیړی اوسیدونکی دخوراکی توکو دخلاصون اوزړه تنګوالی له کبله له منځه ځی،نو ډیرلږ عقلمند موجود به وموندل شی چې په سمندرکې خپله بیړی بې له کومې ټاکلې موخې هسې روانه کړی.
ژوندهم په یوه لوی سمندر کې دبیړی په توګه دی، که څوک پرته له ټاکلې موخې اوهدفه په هغه کې روان واوسی له غمیزو اوتباهیو پرته به بل څه نصیب نه کړی. ( په یاد ولری دهدف دنه لرلو په صورت کې تاسو ژوندی مړی یاست.)
تاسې ډیرپه خپل ژوند کې هدف لری خوکیدای شی یو شمیرپه تاسو کې تراوسه په دې اړوند کوم فکر نه وی کړی یا په ناڅرګند ډول یو هدف لری خو پرې پوه نه یی. ( بې هدفه هڅې دنه بریالیتوب لمړی سبب دی)
یا به موداسې هدفونه ځان ته ټاکلی وی چې ددنیا په دومره زحمت اوکړاوو نه ارزی. راځی خپل ژوند ته ترټولو ښه اوچت، راتلونکی جوړونکی اودابدی ژوندانه دهوساینې هدف وټاکی. (داهیڅکله ډیره ناوخته نه ده چې خپل ځان ته یونوی ښه لوروټاکی اوپه زړورتوب سره دنوی منزل په لور وخوزیږی.
ډیری پیسې درلودل، په نړی کې ځان مشهورل، ښه داکټریاښه انجینیز کیدل، خپلې دنظروړکس ته دګډژوندانه لپاره ځان رسول،جسمی قوت یا سپورتی اتل کیدل، اوچت لیکوال یا شاعرجوړیدل …ټول دنیایی هدفونه دی چې کیدای شی تاسو ځینې یی ځان ته ټاکلی وی خوپه یاد ولری چې دا موخې دیوه عاقل اواشرف المخلوقات موجود لپاره ډیرې کوچنی دی اود ژوند بشپړه خوښی له دې لاری لاسته نه شی راتلای. (هغه کاروکړی چې په ریښتیا سره یی غواړی ژوند ترهغه ډیرلنډ دی چې داقتصاد په مرییتوب کې تیر شی.)
که موږ دومره کمزوری واوسو چې ونشوکولای خپلې موخې ته ورسیږو دومره ځواک خو لرو چې په ښه توګه یی په لاره کې زیاروباسو.
حقیقت داد ی که څوک ځان ته په ژوندانه کې هرهدف وټاکی اوهغه ته درسیدولپاره کلکې هلې ځلې وکړی نوهرومروکه خدای غوښتی وی  هغه ته ځان رسولی هم شی. ځکه خدای پاک وای نشته دانسان لپاره مګرزیاراوکوښښ.(نجم -۳۹) دهرڅه لپاره که زیار وایستل شی، ټینګه اراده اوعمل اوپه هغه کې مقاومت وشی نو موخې ته انسان ځان رسولای شی. له بلې خواپه ژوندکې هدف درلودل ژوند خوندورکوی. دهدف دلاسته راوړو لپاره د ژوند د ټولو ناخوالو زغمل پرته له دې چې په انسان کې ناهیلیتوب، غم اواندیښنه پیداکړی په پای که هدف ته درسیدو یانږدې کیدولامل ګرځی. که هدف سپیڅلۍ اوریښتنی وی دهغه دپاره ټولې ستونزی ګالل روحی آرامښت راولی. مسلمان بایددخپل ژوند هدف یواځې اویواځې هغه څه وټاکی چی دده دین اوعقیده یی ورته جوتوی، مسلمان که چیری خپل دژوندانه هدف دالله (ج) رضا وټاکی نو په ژوندانه کې که هرې ستونزې سره مخ کیږی چی دی یی دخپلې موخې په اړوند ګالی نوزیانمن نه دی اوپه پای دبریوستروپوړو ته هم په دنیا اوهم په اخرت کې رسیږی. دغه رازدهدف په لارکې دستونزوګالل خپله دانسان په خوښه وی اوهرڅه چې دانسان په خوښه وی هغه خوښ ساتی راځی چې په ژوندانه کې دریښتینې موخې په ټاکلو سره نه یواځې ددنیا خوښیو، بریو اوهیلو ته ورسیږو بلکې داخرت هم هیله مند واوسو. ( په ریښتیا سره هم بریالی خلک هغه دی چې دیوې ټاکلی موخې اوپلان ته درسیدنې لپاره کارکوی.)
تل په ژوند کې موخه اوهدف ولری زیاراوباسی دخپل ژوندانه لپاره داسې هدف وټاکی چې ترهرڅه ښه وی اوستاسو ددنیااوآخرت ګټه په کې نغښتې وی. کله موچې دغه هدف وټاکه نو وبه وینی چې دژوندانه ډیرې ستونزې به تاسوته اسانه شی، ژوند به ستاسو لپاره خوندورشی، اوهیلې به مو تل دیو روښانه راتلونکی په لورراکاږی.



About the author

farhadhakimi

Farhad Hakim was born in Nimroz-Afghanistan. He is graduated from Tajrobawi High school in Herat. Farhad is studying Computer Science field in Qhalib private Higher Education University in Herat-Afghanistan. He has worked as cultural and consultant employee extensively in Nimeroz, Herat and more recently in Kabul.He has started to work…

Subscribe 0
160