په ننۍ نړۍ کی د وطن دوستۍ اوملت غوښتنی فلسفه

Posted on at


اوله برخه: وطن دوستی اوملتپرستی دادوی فلسفی مقولی دی،وطندوستی اوملت غوښتنه په خپل منځ کی حیاتی اوفلسفی تړاو لری. یوازی په شلمه  پیړی کی وطنپرستی په خپله سهی اوحقیقی معنی سره وپیژندل سول په پخوانۍ اومنځنۍ نړۍ کی ملت غوښتنی محدود اوقیبلوی خصوصیات لرل. یو لوی شمیر وګړی یی دواقعیت او اصلیت داحساس څخه ناخبره وه، هغوی به دخپل باچا، امیر، دین اومذهب په خاطر،خپل وطن حمایه کوی. حقیقی وطن پرستان ډیرکم اوپه لږتعداد
مثلا په یونان کی سقراط، په ایران کی فردوسی او ناصرخسرو اوپه افغانستان کی احمد شاه ابدالی، دوطن اوملت په فلسفی فهم رسیدلی وه. ولی خلګو دافهم نلرلۍ




زموږ په وخت یعنی شلمه او یوویشتمه پیړۍ کی هرڅه دپخوا په خلاف دی. اکثره خلګ دخپل ځانانو په ملی او وطن غوښتنی ډول پیژندنی باندی پوه سویدی نو داوجه ده چی نن په نړۍ کی دتوتالیتر ایډیالوژۍ خپل اثر اونفوذ دلاسه ورکړیدۍ


.

نورڅوک دکپیتالیزم، سوسیالیزم اویاهم کمونیزم دانقلاب دراوستلو په تکل ندی، بلکی بالعکس غوښتنه یی دخپل ملت


جوړونه، یوا لۍ، سوکالتیا،ارامتیا او طندوسی دطاغوتیانو او دښمنانو لپاره دپښو راغورځول ګڼلی دی..



About the author

SadiqNasrat

Nasrat Barakzay was born in 1990 in Kandahar province Afghanistan, graduated from Imam Abu hanifah high school in 2009.he has received scholarship for studying abroad in Cairo university Egypt. Right now he is in 2nd year of faculty of Medicine in Cairo University.he is able to speak Pashto,Dari,English,Arabi and Urdu.…

Subscribe 0
160