دهیواد هره برخه چی ګورو نو هته دتاریخی آثارو نښی نښانی لیدل کیږی اوهرولایت اوهره سیمه بیا دتاریخی آثارو په درلودلو سره بیلابیل ارزښتونه لری چی دتاریخ په اوږدوکی په ډول ډول طریقو سره په غرو رغو دځمکی په تل اودښتوکی پیداشوی دی چی کولای شو دبامیان په ولایت کی دبودا دمجسمو چی دنړی دخورا باارزښته مجسموڅخه شمیرل کیږی یاد کړوچی زرګونه کلونه تاریخی ارزښت لری اوځینی نور شیان چی هریویی خوراباارزښته اوقیمتی څیزونه دی چی زمونږ دهیواد تاریخ او تاریخی ارزښت راپه ګوته کوی.
دپکتیاولایت چی یووخت دلویی پکتیا په نامه یادیده دهیواد په جنوبی برخه کی یوه باارزښته تاریخی اواسترتیژیکی سیمه ده هم ددغوتاریخی آثارو دشتون له پلوه خورابډایه ده اویوله تاریخی ارزښتونونه یی همدغه دپکتیا بالا خسار دی چی دپکتیا په مرکزګردیزکی په یوداسی پراخه سیمه کی چی تقریبا دپکتیا ټوله سیمه تری ښکاری او که څوک یی سر ته پورته شی نو دټولی سیمی ډیره ښه ننداره به وکړی. نوموړی بالاحسار چی دځایی خلکوپه وینا دزروکلونو په شاوخواکی تاریخی اهمیت لری اوس په دغه سیمه کی دیوی غونډی په شکل ښکاری اوډیره زیاته ساحه لری نوموړی بالا حسار دری منارونه لری چی دوه منارونه یی دجنګونو په وخت کی وران شوی خویومنار یی لااوس هم تریوڅه حده پوری روغ دی.
مګر اوس دغه منارهم دړنګیدو په حال کی دی که دولت ورته توجه ونکړی نودغه مناربه یی هم ړنګ شی سربیره پردی ددغه بالا حسار شاوخوا په ورستیو لسوکلونوکی یوشمیرکسانو شخصی کلاوی اوجایدادونه جوړ کړی دی څنډی خویی لاپریږده آن لا دمنارونو ترغاړورسیرلی دی که دولت ورته لازمه پاملرنه ونه کړی نو څوکاله وروسته به دپکتیا بالاحسار په یوه کلی بدل شی اوخپل تاریخی ارزښت به له لاسه ورکړی ځایی خلک له دولت څخه دژرترژره دلازمواقداماتو غوښته کوی اووایی هغه چاچی په دغه سیمه کی کورونه اوشخصی ځایونه جوړکړی دی له هغوڅخه دی پوښته وشی اوزورواکان دی دقانون منګولوته وسپارلشی.
په هیواد کی په رښتیاهم تاریخی آثارشته خوډیری وخت له دغوآثارو څخه شخصی کټه پوته شوی اوتل زورواکانو اویوشمیر دوخت دولتی چارواکو دغه باارزښته آثار لوټلی دی اودخپل جیب دډکولو په مقصد یی په بین المللی ماکیټونوکی پلورلی دی دوی نه پوهیږی چی څه پلوری داپه حقیقت کی دهیواد دتاریخ اودهغه دلرغونی ارزښت پلورل دی داکه هرڅوک وی باید کخنیوی یی وشی اودافغانستان دغه لرغونی تاریخی ارزښت دی ځلانده وساتل شی.
لیکونکی: خوانی همت