څو وخته کیږی چی د اوکراین مختلفو ښارونو کی د لاریون شاهد یو٬ اوکراین د اقتصادی ستونزو هیواد دی او د اروپا په شرق کی ځای لری٬ په تیرو وختونو کی اکراین ډیری نیږدی اړیکی د روسی سره درلودلی او د روسی خاوری برخی نه وو٬ مګر څرنکه چی مالومیږی د اوکراین خلک د یو بل ګوم شی پسی دی او هغه هم د اروبا اتحادیی سره یوځای کیدل یی دی.
تقریبا دوی میاشتی مخته وو چی د اوکراین خلکو لاریون کونکو اعتراضونه د تجارتی قرار داد نکړلو په خاطر باندی د اروپا اتحادیی سره د یانوکوویچ د دغه هیواد رئیس جمهور له خوا نه په کیف کی د اوکراین پایتخت کی٬ پیل شولو٬ لږ لږ د اعتراضانو شمېر په نورو ښارونو کی ډیر شوی دی تر هغه ځای پوری چی خلکو په دولتی اداراتو او تاسیساتو باندی یی یرغل کړی دی٬ او هغه یی د خپل لاس لاندی راوړی دی٬ مګر د دغه پیښو څنک سره بیا هم دولت پر خپلو موضع باندی یی ټینکوالی وکړلو٬ که څه هم څو ځلی د اعتماد عدم رایه ریئس جمهور ته د پارلمان له خوا نه د نمایندګانو مخالفت په خاطر باندی بی نتیجه پاتی شولو٬ د اوکراین رئیس جمهور د روسیی او د اوکراین شرق خلکو حمایت نه برخورداره دی او په قدرت باندی ناست دی.
مګر په دغه آخرو ورځو کی د نښتو په خاطر باندی ۸۰ نفره ووژل شول. لاریون کونکو د رئیس جمهور په ماڼی باندی یی حمله وکړله او ماڼی یی د لاس لاندی راوړله٬ څرنکه چی د اوکراین رئیس جمهور ورګ شولو او په یوه ورځه کی پاڼه بیرته راغلله٬ او پارلمان خپل د اعتماد رایه یی یانوکوویچ رئیس جمهور ته ورکړله او د پارلمان نوی رئیس یی الکساندر تورچیف د اوکراین موقته رئیس جمهور په توکه وټاکل شولو٬ مګر بیا هم د دغه نښتو عامل مالومه نه دی چی څه شی د اوکراین مختنۍ رئیس جمهور باندی وشولو او د روسیی واکنش به د خلکو دغه کار په خاطر باندی څه شی اوسی.