د افغانستان اولس د سولۍ غوښتونکی دی

Posted on at

This post is also available in:

هر څوک په خپل ژوند کی د پرمختک او ښی راتلونکی غوښتونکی دی٬ مګر په اسلامی هیوادونو کی خلک د سولۍ غوښتونکی دی. په اسلامی هیوادونو کی په خاصه توکه په افغانستان کی٬ د امنیت وضعیت د بی امنی په لور باندی روانه دی. هره ورځ کله چی خوب را پاس کیږی د دی لپاره چی د خوشحالی خبر واوری٬ د انفجار٬ وژنی٬ جګړه د حکومت سره او نورو شیان آورو. چی په خاصه توکه اوس خبری د دولت او طالبانو ترمنځه روانی دی چی د افغانستان خلک یی په فکر اچولی دی. 



اوس د افغانستان اولس په خپل هیواد ګیج پاتی شوی دی٬ د افغانستان دولت اوس په یو ډیر سیاسی٬ اجتماعی او اقتصادی حالت کی بند پاتی شوی دی. چی دا پخپله د نړیواله ټولنی لپاره یو خبرتیا ده. یو شمېر ډیرو هیوادونو زیار وباسل چی افغانستان ته سوله راوړی مګر دوس نشو کول٬ روسیی ماته وخوړله٬ او آمریکا تر اوسه په دغه ګډوډه سیاسی حالت کی پاتی شوی دی. 



مخته د ټولو نه آمریکا د دغو غوښتوکی وو چی افغانستان ته سوله راوړی مکر اوس مهال آمریکا وتلو په حال کی د افغانستان نه دی٬ ځکه اوس مهال هره ورځ په افغانستان کی ۶ او ۷ سرتیری یی وژل کیږی. په همدی خاطر دی چی د نړی ټولو هیوادونه د دی غوښتونکی دی چی افغانستان نه سوله راوړی٬ او د افغانستان او طالبانو ترمنځ د حل لاره وموندی.


د افغانستان ماشومان هره ورځ د سولۍ لپاره ژاړی٬ هره ورځ په افغانستان کی زموږ د ډیرو هیوادوالو ژوندونه له منځه ځی٬ ځینی خلک د افغانستان نه د سیاسی٬ فرهنګی٬ اقتصادی او اجتماعی اوضاع پر اساس باندی بهر ته ځی. 



ځوانان د سولی پرمختک لپاره ډیر نظرونه په خپل فکر کی لری مګر له بده مرغه دوی کومه امید نه لری چی د دوی دغه نظرونو باندی عمل وشی. په دی خاطر چی دولت تر اوسه د سیاسی وضعیت او د ځوانانو نظرونو عملی کولو لپاره کوم کار نه دی کړی. 



د جګړی څنک سره افغانستان د یو بل لوی ستونزی سره هم مخامخ دی چی هماغه د افغانستان ښځینه برخی تعلیم دی٬ په دی خاطر باندی چی طالبان نه غواړی نجونی زده کړه وکړی او ښځو پرمختک غوښتونکی د پوهی په برخه کی نه دی. او هم طالبان یو شمېر د نجونو ښوونځیانو ته یی اور ورکړی دی. دوی فقط د ښځو کورنۍ پرمختک غوښتونکی دی٬ طالبان د دی غوښونکی دی چی ښځی باندی د خپل میړانو نه پیروی وکړی او خپل ماشومان وساتی او بس. چی اوس یوه ډیره لویه جګړه د افغانستان او طالبانو ترمنځه روانی دی. 



افغانستان یو اسلامی هیواد دی چی یو شمېر ډیر تاریخی او ننداره کونکی ځایونه لری. او هم د افغانستان خلک مېمله پالونکی دی. او هم زه د دی غوښتونکی یم چی افغانستان هرڅو ژر د دایمی او پایداره سولۍ سره خاوند شی. د افغانستان اولس ځوانان د پرمختک غوښتونکی په هره برخه کی په خاصه توکه تعلیم او پوهه کی دی٬ هر یو د ښولی غوښتونکی په افغانستان کی دی. هر یو یی د سولی تعلیمی ژوند غوښتونکی دی٫  غواړی چی د فکر پرمختک او د فکر رهبری ولری ترڅو چی اوسی وکولی شی یو پایداره زده کړه افغانستان ته راوړی.


:او په آخر کی دا هم یوه ویډیو د افغان ښځو پرمختک نه په دغو څو کالونو کی



ژوندی دی وی افغانستان


زنده باد افغانستان


Long live Afghanistan


مهربانی وکړی زما نویی مقاله په انکس فلم کی په دی لینک باندی وګوری: 


http://www.filmannex.com/Enayatullah


عنایت الله مایار


 



About the author

HamidMayar

Hamed Mayar is Graduated in 2012 from Journalism (B.A) Herat University ,Afghanistan. Right now he is the Communication & Outreach Officer in AECOM/SIKA West. also The Social Media officer in ACSC Herat Branch. He have many Years Experience working with Media & press,(from 2010-2012 the Head Director of Asia TV…

Subscribe 0
160