څرنکه د خلکو شخصیت د امضا پر اساس یی چی کوی وپیژنو

Posted on at

This post is also available in:

که غواړی چی د خلکو شخصیت په اړه پوه شی په دغه صورت کی د هغو نه وغواړی ستاسو ته امضا درکړی. که امضا کونکی قلم یی د ساعت عقربی په لور باندی وچرخوو منطقی انسان دی او که د هغو پرعکس یی وچرخولو غیر منطقی سړی دی او په آسانی توکه دلیلونه نه منی. 



هغه کسان چی امضا په ډیره چټکه توکه امضا کوی ژوند ډیر آسانه نیسی او د ژوند ستونزو په خاطر باندی خپل فکر نه خرابوی. هغه کسان چی د امضا په وخت کی قلم پر کاغذ باندی کښښدی جدی او منطقی خلک دی او کوم ډیر فشار نه لری که امضای کونکی قلم یی په ډیره آرامه توکه حرکت ورکړلو او احتیاط کوی چی په ډیره ښه توکه یی امضا وشی٫ په دغه صورت کی دی غواړی چی خپل ځان ډير ښه د هغه څه نه چی دی وښایی. او د دغه انسان پیژندل ډیر وخت نیسی. هغه کسان چی د امضا لپاره د خپل نوم نه کار اخلی خپل ځان با ارزښته انسان وینی او پر خپلو واکمنی باندی مطمئنه دی. دوی غواړی چی خپل نوم په هر ځای کی معرفی وکړی دومره چی مغروره او خودخواه خلک خپل ځان ښایی.


 


ځینی د خپل امضا لپاره د ډبل او لوی ټکو نه کار اخلی. دلیل یی دا دی چی هغه با اعتماد خلک دی او پر خپل ځان ډیر باور لری٬ په همدی قوی اراده باندی یی کولی شی د هغوی باندی حساب خلاص کړو. یوه بله د خلکو پیژندنو لاره د امضا کولو ځای یی دی٬ ځینی خلک خوښ لری په فرم باندی امضا وکړی او ځینی د فرم لاندی٬ هغه کسان چی د فرم لاندی امضا کوی معمولا با اعتماد کسان دی او پر خپلو تعهداتو باندی ټینک دی. لجباز خلک معمولا د خپل امضا لپاره د عمودی خطوطو نه کار اخلی او هغه کسان چی امضا یی ګډوډه ده ناآرامه او مضطربه شخصیت لری. هغه کسان چی د پاڼي چپی برخی نه دخپل امضا نه کار اخلی شرمدونکی کسان دی او په راحته توکه د کوم چا سره نه یوځای کیږی. هغه کسان چی مهربانه او بخشونکی دی کله چی امضا کوی ٬ قلم په ډیره آرامه توکه په پاڼه باندی حرکت ورکوی او ساده زړه لری. او هغه کسان چی کوږ او پرته د زاویه خطوطو نه د امضا لپاره کار اخلی هوښیار خلک دی او هر څه چی وغواړی ورته رسیږی. او هغه کسان چی لنډه او وړوکی امضا لری٫ خجالتی دی او ټیټ اعتماد بنفس لری. 


 



About the author

HamidMayar

Hamed Mayar is Graduated in 2012 from Journalism (B.A) Herat University ,Afghanistan. Right now he is the Communication & Outreach Officer in AECOM/SIKA West. also The Social Media officer in ACSC Herat Branch. He have many Years Experience working with Media & press,(from 2010-2012 the Head Director of Asia TV…

Subscribe 0
160