نړی مه بدلوی

Posted on at


آیا تر اوسه مو د بدلون په اړه فکر کړی دی؟ دغه بدلون تر کومی کچۍ پوری کولی شی اوسی؟ ستاسو بدلون؟ او یا هم د نړی شاوخوا؟ انسانان د پرمختک او د ژوند پورته درجو رسیدلو لپاره بدلون ته اړتیا لری ترڅو چی خپل ځان د ژوند پر اساس باندی جوړ کړی او د خپل پرمختګونو سره یی یوځای کړی. په دغه صورت کی هغه کسان د دغه پرمختګونو نه برخه مند دی چی بدلون یوازینۍ لاره بولی او د هغو سره ولاړ دی. په لاندی کی یوه کیسه د نړی مه بدلوی په نامه باندی راغلی ده. کله چی دغه کیسه می د لومړۍ ځل لپاره ولوستله ماته ډیره جالبه وه په دغه صورت ما وغوښتل چی ستاسو سره یی شریک کړم. 

نړي مه بدلوی

یوه ورځ په یو لری اولس کی٬ یو پادشاه وو چی یو نیکمرغه هیواد یی رهبری کولو. هغه تل په خپل ماڼي کی وو او د ډیرو نعمتونو نه برخه مند وو. یوه ورځ هغو د یو لوی سفر تصمیم د خپل هیواد ټولو ځایونو ته  ونیولو. هغو وروسته د ډیرو وختونو نه چی دغه سفر یی پای ته ورسولو هغو د خپل پښو برخو نه ډیر درد احساس کولو او ترنه شکایت یی کولو. 

دغه درد ډیر دردناکه او ځورونکی وو٬ ځکه چی دغه د هغو لومړنۍ ځل وو چی دارنکه اوږد سفر ته تللی وو او په هغه ټولو ځایونو کیچی هغو قدم ایښی وو ډیر ناهمواره او ډک د تیکو نه وو. هغو د خپل ځان سره فکر وکړلو چی ځرنکه دغه شتونزه حل کړی ترڅو چی د سفر کړلو نه هغو ته دومره دردناکه او ځورونکی نه اوسی. وروسته د ډیر فکر کولو نه دغه نتیجی ته ورسیدلو  چی بهترینه لاره هغو ته دا ده چی د خپل هیواد ټولی جادی او لاری د چرم نه فرش کړی. هغو خپل دغه تصمیم ټول دربار او درباریانو ته اعلان کړلو او د دغه کار کړلو امر یی ورته ورکړلو.

د دغه تصمیم تر سره کولو لپاره زراوو نه مګر لسګونو زرو غواوو وژولو ته یی اړتیا درلودله ترڅو چی د هغو چرم نه د دغه نیکمرغه هیواد ټولی لاری او جادی فرش کړی٬ ډیر لګښت یی درلودلو او ګران قیمته وو. او همه د کوم ځای نه مالومه وو چی دومره غواوی په دغه هیواد کی اوسی ترڅو چی هغه مړی کړی او د هغو باندی لاری فرش کړی. 

دغه موضوع او ستونزو ټول درباریان یی په فکر باندی واچول چی څرنکه دغه کار ته یوه د حال لاره وموندو ترڅو چی مجبوره نشی د پادشا دغه امر کړلو لپاره د دغه اولس ټولی  غواووی ونه وژنو. دوی د خپل ځان سره فکر وکړلو٬ څو ځلی او ځلی. بلاخره یو پوهو درباریانو نه پادشا ته وویل چی ولی دا ټولی پیسی مصرف کوی ترڅو چی لاری فرش کړی؟ ولی په ډیر لږ لګښت باندی خپلی پشی نه پټوی او د خپل ځان لپاره د چرم نه بوټ نه جوړوی؟ 

دغه خبری پادشاه یی هیرانه کړلو او دهغو پیشنهاد یی ومنلو ترڅو چی د خپل ځان لپاره دچرم نه بوت جوړ کړی د هغو پرځای باندی چی د هیواد ټولی لاری د چرم نه فرش کړی.

دغه کیسه د ټولو لپاره یو با ارزښت درس لری. د دی لپاره چی دغه نړی د خپل ځان لپاره یو آرامه او ښه ځای جوړ کړی٬ ښه دی چی خپل بدل کړی٬ د دی لپاره چی د نړی بدلون لپاره کوښښ وکړی.

 

 



About the author

HamidMayar

Hamed Mayar is Graduated in 2012 from Journalism (B.A) Herat University ,Afghanistan. Right now he is the Communication & Outreach Officer in AECOM/SIKA West. also The Social Media officer in ACSC Herat Branch. He have many Years Experience working with Media & press,(from 2010-2012 the Head Director of Asia TV…

Subscribe 0
160