څرنکه چی پوهیږی اقتصاد د ټولني یو مهمو او اساسی برخو نه په یو هیواد کی دی. له بده مرغه په افغانستان کی نن د اقتصاد کچی ډير کښته شوی ده او اقتصادی فقر ټول ځایونه یی نیولی دی او زموږ په هیواد کی څو کاله کیږی چی خلک د دغه پدیدی سره مخامخ دی.
نن د فقر او بیچارګی په خاطر باندی دی چی زموږ د هیواد ځوانان د زده کړی نه پاتی شوی دی. د فقر په خاطر باندی دی چی د دغه هیواد غړی د مختلفو بهانو په خاطر باندی لکه د مهاجرت٬ مریضی او بیکاری له کبله خپل ځانونه د لاس نه ورکوی. نن زرګونه ستونزه په هیواد کی د پیسو نه درلودلو له کبله رامنځ ته کیږی یو د پیسو نه درلودلو په خاطر باندی چی خپله مریضی تداوی کړی٬ ځوانان په خپلو زړونو کی زرګونه هیله د خپل راتلونکی لپاره لری او غواړی چی خپلو زده کړو ته ادامه ورکړی او د تعلیم ځایونو کی ګډون ولری. او ځینی ځوانان د کانکور آزموینی تیرولو لپاره هیله لری چی لوړو زده کړو ته کامیاب شی چی له بده مرغه یو شمېر ډير ځوانان د ناکامی له کبله بی نتیجه پاتی کیږی او پیسی هم نه لری چی خپلو زده کړو ته په لوړو زده کړو کی ادامه ورکړی. او په آخر چی یا دوی معتاد کیږی او یا هم کوم بل ناوړه عمل باندی لاس وهی.
وګوری چی فقر څرنکه ژوند دګرګون کوی٬ پلار چی د خپلی کورنۍ په خاطر باندی یی کالونه زیار آباسلو تر څو چی یوه مړی ډوډي هغو ته چمتو کړی مکر نن د دندی نه والی په خاطر باندی مجبوره کیږی چی د یو ناوړه عمل باندی لاس ووهی ترڅو چی خپل ځان او خپله کورنۍ د دغه حالت نه وساتی.
هغه ځوانان چی د خپل ژوند مخارجو لاسته راوړلو او د زده کړی مخته وړلو لپاره مجبوره کیږی چی نورو هیوادونو ته مهاجرت وکړی او یا هم داچی ټول عمر د ناامید سره ژوند وکړی او د ټولو شیانو نه تیر شی او ځینی وختونه کیږی چی په مخدره مواد باندی لاس وهی او د هغو د ژوند بربادی سبب کیږی. موږ په خپل ژوند کی د مختلفو حالاتو شاهد یو چی د انسان له نظره متاثره کوونکی دی. لکه که یو ماشوم په سرک باندی وینی چی د زده کړی او تعلیم په ځآی باندی د خپل کورنۍ لپاره کار کوی او هغوی ته د مجبوری له کبله په سرکونو باندی کار کوی.
دا هم د افغانستان د اقتصادی وضعیت
زما د تیرو مقالو لوستلو لپاره کولی شی دغه لینک وګوری:
http://www.filmannex.com/herat-womensannex