مینه په حقیقت کی څه ده؟

Posted on at


مینه په حقیقت کی څه ده؟


مینه په حقیقت کی د هغه حس څخه عبارت ده چی د زړه له عمق څخه شروع کیږی منیه هغه حس دی چی ژوند بی له هغی نه امکان نه لری د یو انسان لپاره مینه تر ټولو مهم شی دی چی پرته له هغی نه انسان نیمګړی وی د یو انسان مینه د هغه له ټولو وګړو سره او اشیاوو سره چی په خپلو شاوخوا کی لری مینه کوی لکه هغه اشخاص چی یو انسان مینه ورسره لری مور ، پلار ، خویندی ، ورونه، ملګری او دوستان خپلوان او داسی نور وګړی چی ددی سبب کیږی چی انسان ډیر ورسره مینه لری مینه نه تنها له معنوی شیانو سره وی بلکی له مادی شیانو سره هم وی لکه پیسی جایدات او داسی نور شیان دی چی انسان ورسره مینه کوی او د هغوی د لاسته راوړلو لپاره شپه او ورځ زیار وباسی چی په بعضی وختونو کی انسان د شکست سره مخامخ کیږی اما انسان هیڅکله باید نا امیده نشی بلکی د هغه د لاسته راوړلو لپاره همیشه زیاد وباسی او امید او هیله ولری


.


همیشه په زړه کی عشق ولری ژوند بدون له عشق څخه داسی وی لکه باغ چی بدون له لمر څخه وی او ګلان په هغه کی مړاوی وی .


په حقیقت کی د عشق څخه مطلب څه دی ؟ عشق داسی یو شی دی چی ژوند بی له هغی نه تر سره کیږی ټول مسلمانان چه ژوند لومړی د الله (ج) او حضرت محمد (ص) او پیغمبرانو او قرآن کریم او ټولو دینی امورو سره مینه کوی .


مینه هغه څه ده چی انسان د هغه لپاره ژوند کوی تنها دا حس په انسانانو کی نه دی بلکی حیوانات چی د عقل څخه محرومه دی اما بیا هم له خپلو بچیانو سره مینه کوی


.


مینه یعنی صادق اوسیدل د ځان سره په هر حال کی او صادق اوسدل د نورو سره په ټولو حالاتو کی .


مینه د واقعیت سرچینه ده او د پیژندنه سرچینه ده .


مینه د رنګین کمان آرامښت دی .


مینه د اطمینان دی چی هغه بل همیشه په هر حال که له تا سره وی .


ایمان بدون له مینه څخه تاسی متعصب کوی .


وظیفه بدون له مینه څخه تاسی بد اخلاقه کوی .


قدرت بدون له مینه څخه تاسی په قهر کوی.


عدالت بدون له مینه څخه ډیر سخت دی .


او ژوند بدون له مینه څخه تاسی مریضوی


.


 



About the author

160