ژوند یعنی څه ؟

Posted on at


ژوند یعنی څه ؟


ژوند عبارت د هغه روابطو اړیکو او عکس العملونو څخه عبارت دی چی یو انسان یی د خپلی کورنی جامعی او هیواد والو سره ټینګوی


.


د ژوند اصلی هدف د یو انسان لپاره څه دی شاید د یو انسان د ژوند بهترینه لحظه یی کامیابی او یا بریالیتوب په هر کار کی وی او هغه څه چی نه غواړی چی په ژوند کی یی واقع شی هغه د خپلو عزیزانو د لاسه ورکول وی چی د ژوند ټول مراحل لکه څرنګه چی یی انسان غواړی نه دی او همیشه د خوشحالیو نه ډک نه وی بلکه د یو انسان ژوند همیشه د تغیر په حالت کی وی


.


ځینی خلک شته چی په ژوند کی یی داسی څه پیښ شوی وی چی د ژوند معنا یی هیره شوی وی و حتی نه غواړی چی په دی دنیا کی ژوندی پاتی شی چی ځینی خلک د داسی پیښو د تحمل وړتیا نه لری او حتی ځان وژنی چی د یو شوم عمل دی ځکه چی الله (ج) انسان ته ژوند ورکړی دی او انسان یی د یو امتحان لپاره را لیږلی دی نو پر انسان لازمه ده چی کوشش وکړی په دغه امتحان کی کامیابه شی چی بهترین عمل په ژوند کی په خوشحالیو شکر ایستل او په غمونو او دردونو باندی صبر کول دی چی د یو انسان د بریالیتوب سبب په دی امتحان کی کیږی



 


لکه څرنګه چی مو وویل چی الله (ج) انسان ته ژوند ورکړی دی نو الله (ج) هغه ژوند به له مونږه اخلی ځکه الله (ج) د ټولو مخلوقاتو پیدا کوونکی دی .


په ژوند کی مهم شی وخت دی چی باید په بی ځایه توګه مصرف نه شی ځکه په ژوند کی وخت د یو کال د څلورو فصلونو په څیر دی چی بیرته راتګ یی نشته یعنی کچیری پسرلی تیر شی نو د هغه راوستل نا ممکنه ده نو همداسی په ژوند کی باید وخت ته زیاته پاملرنه وشی او باید هڅه او کوشش وکړو چی د ژوند په هر حالت کی شکر وباسو ځکه د ژوند ټولی مرحلی ډیری خوږی وی که هغه د کوچینوالی دوره وی چی یو انسان پکی ډیر خوشحاله وی او یا هم که د ځوانی دوره وی او یا هم د زوړوالی دوره وی ټولی دوری د یو انسان لپاره ډیره نیکمرغه وی او په پای کی به وایی چی الله (ج) ټولو مسلمانانو ته د خوشحایو ډک ژوند ورپه برخه کړی


.



About the author

160