په تول تللی خبری

Posted on at


۵- انسان داحسان تابع دی


انسان ټولنیز موجوددی چی یو له بل سره مشترک ژوند کوي دیو بل سره اړینه ده چی مرسته وکړی ځکه یوله بل سر مرسته کولای شي چی ددوی ترمنځ اړیکی نوری هم نږدی کړي داحسان اونیکي پواسطه کولای شو چی دانسانانو زړونه لاسته راوړو


۵- که غر لوړ دی په سر لار لري


په ژوندکی دکامیابی ترڅنګ ناکامي هم شتون لري هغه کسان چی کله له یوی ماتی سره  مخ شي باید چی ناامیده نشي بلکی  کوښښ وکړی چی خپل هدف لاس ته راوړي هره یوه ستونزه دحل لار لري شاید چی ځینی ستونزی به په اسانۍ اوځینی په سختی سره حل شي خوحقیقت دادی چی هیڅ داسی ستونزه به نه وي چی دحل لار ونه لري


۴- خپل عمل دلاری مل


دغه متل دابیانوي چی هرڅوک چی کوم عمل کوی بدله به یی وینی یعنی که څوک ښه کوي دخلکو سره مرسته کوي  دبی وزلو لاس نیوی کوي نو بی له شکه کومه ورځ چی دغه کس مرستی ته اړتیا ولری نو مرسته به ورسره شي خو که چیری انسان بدی کړنی سرته ورسوي نوخپله سزابه ویني



۵- چی څه کری هغه به ریبی


داهم دانسانانو دکړنو مطابق ویل شوی دی که چیری یو کس جرم وکړی نو دغه کس به دخپل جرم سزا ګوري یعنی هغه سزا چی دغه شخص ته ورکول کیږی په حقیقت کی دهغه کړنوبدله ده چی ده سرته رسولې دي که څوک پخپله ځمکه کی ګلان وکري ګلان به راشنه شي چی خوشبویی به ټول طبیعت ښآیسته کړی خو که څوک پخپله ځمکه کی اغزي وکري اغزي به راشنه شي چی له هر چانه وړاندی به پری همداکس ژوبل شي


۶- مه کوه په چاچی وبه شي په تا


هغه کس چی په نورو ظلم کوي پردی حق خوري همیشه دبل په بدی کی خپل خیر لټوي نو بی له شکه چی یوه ورځ به په دغه شخص سختي راشی اوهغه ظلمونه اونارواکړنی چی سرته رسولي وي بیرته په همدغه شخص تکرارشي چی بیابه تری دخلاصون لاره ورکه وي که بیاهرڅومره پښیمانی وښایی نو کومه ګټه به ونه رسوي


۷- میړونه مری میړانه پاتی کیږي



هغه کسان چی همیش یی له خپلی خاوری څخه په کلکه دفاع کړي وی همیش دخلکو خدمت کړی وي که څه هم چی جسمی شتون ونلری مګر نومونه یی همیش ژوندی وي او دخلکو دژوند الګو ګرځی .احمدشاه بابا ،میرویس نیکه ، سیدجمال الدین ا فغان ، اوډير داسی نور  له حساب نه وتلي شخصیتونه چی اوس زمونږ په منځ کی جسمی شتوننلری خو په ژبه اوذهن کی مو دهمیش لپاره موجوددی هغه څوک وه چی ددغی ملت فریاد یی پورته کړی وه ددغه ملت لپاره یی ځانونه وقف کړي وه دغه ملت ته یی ارامي اوسوکالي غوښتله  



About the author

abdulrahman10

Abdulrahman alkozai, Writer at filmannex,Graduated from Afghanistan Technical and Vocational Institute (ATVI)in 2013 and student of journalism faculty of kabul university.

Subscribe 0
160